Book Name:Shaitan ka Darwazy

پۀ بيان کړے شوي آيت مبارک کښې د غَيّ ذِکر دے او د دې نه مُراد د دوزخ يوه کنده ده. صاحبِ بہارِ شریعت صَدرُ الشَّرِيعَه مفتي محمد امجد علي اَعظَمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: غّيّ پۀ دوزخ کښې يوه کنده ده کومه چې د ټولو نه زياته ګرمه او د ټولو نه زياته ژوره ده، پۀ دې کښې يو کوهے دے چې نوم يـې ”هَب هَب“ دے، چې کله د دوزخ وور پۀ مړ کيدو شي نو الله پاک دا کوهے برسيره کړي او هغه (يعنې د دوزخ وور) بيا د مخکښې پشان پۀ غرغنډو شي (الله پاک ارشاد فرمائي:)

كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنٰهُمْ سَعِیْرًا(۹۷) (پارہ:15، بنی اسرائیل:97)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   چې کله به په مړ کيدو شي نو مونږه به ئې د هغوئي د پاره نور راتودوو.

دا کوهے * د بے لـمانځو * زنا کارو * شرابيانو * سود خورو * او مور پلار له د تکليف ورکوونکو د پاره دے. ([1])

ہو گیا تجھ سے خدا ناراض اگر                                          قَبرْ سُن لے آگ سے جَائیگی بھر

عُمرْ میں چُھوٹی ہے گر کوئی نَماز                                    جَلد ادا کر لے تُو آ غَفْلت سے بَاز([2])

الله پاک دې مونږ ته پينځه وخته نـمونځونه د جَمعې د تکبيرِ اُولیٰ سره د ادا کولو توفيق راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

  د شيطان دروازه: د اِستغفار نه غفلت

حضرت عبد الرحمان بن زياد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام تشريف فرما وو، مخامخ يـې يو کَس راروان وليدو، هغۀ رنګينه ټوپۍ پۀ سر کړې وه، چې کله هغۀ رانزدې شو نو هغۀ هغه ټوپۍ لرې کړه، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ترينه


 

 



[1]... بہارِشریعت،جلد:1، صفحہ:434، حصہ:3۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ713۔