Book Name:Shaitan ka Darwazy

د شيطان پشانتې څوک...؟

منقول دي: يو ځل د يو نيک انسان د شيطان سره ملاقات وشو، هغۀ نيک انسان ډير عقل مند وو، هغۀ شيطان ته ووئيل: اے ابليسه! دا ووايه چې زۀ ستا پشانتې څنګه جوړيدے شم؟ شيطان ووئيل: تا لره دې تباهي وي! دا څنګه پوښتنه دې وکړه؟ زما نه چا چرې هم داسې پوښتنه نۀ ده کړې (هر څوک هم زما نه د بچ کيدو طريقې لټوي او تۀ يـې چې زما پشانتې جوړيدل غواړې)؟ نيک انسان ووئيل: بس زۀ دا غواړم چې تۀ زما د پوښتنې جواب راکړې. شيطان (ډير خوشحاله شو او) خپل راز يـې ښکاره کړو او اوئې وئيل: زما پشانتې جوړيدل ډير اسان دي، بس دوه کارونه کوه! (1): پۀ نـمونځونو کښې سستي کوه! او (2): که د دروغو وي او که د رښتياو وي بس ډير ډير قسمونه خوره! تۀ به زما پۀ شان شې. دا يـې چې واوريدل نو هغه نيک انسان ووئيل: زۀ د الله پاک سره وعده کووم چې هيڅکله به هُم دا دوه کارونه نۀ کووم. شيطان ووئيل: زۀ چرې هم چا داسې نه يم دهوکه کړے، زۀ هم وعده کووم چې آئينده به يو انسان ته هم نصيحت نه کووم. ([1])

 خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د غور مقام دے...!! دوه کارونه کوم چې د انسان نه شيطان جوړوي. (1): پۀ نـمونځونو کښې سستي کول (2): زيات قسمونه خوړل. افسوس چې دا دواړه کارونه زمونږه پۀ معاشره کښې ورځ په ورځ زياتيږي. اوس خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک د برکتونو والا ورځې دي، پۀ جوماتونو کښې چې څنګه پکار ده هغسې ګڼه خو نشته خو بهر حال څۀ نا څۀ رونق شته، د نـمونځ کوونکو شميره زياته شوې خو ده خو افسوس! چې څنګه د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت رُخصت شي، پۀ نـمونځونو کښې به سستي بيا زياته شي. جوماتونه به شاړ شي، پۀ شمار به يو څو نـمونځ کوونکي پاتې شي.


 

 



[1]...  تنبیہ الغافلین، باب الصلوات الخمس، صفحہ:158۔