Shaitan ka Darwazy

Book Name:Shaitan ka Darwazy

چې دا ډيره د انديښنې خبره ده، خپل ګناهونه هيرول د شيطان دروازه ده. چې کله انسان خپل ګناهونه هير کړي نو شيطان پرې غالب راشي. ځکه خپل ګناهونه هميشه ياد ساتئ ولې چې دا هٰغه ذريعه ده چې پۀ دې به زمونږه پۀ زړۀ کښې نرمي پيدا کيږي، پۀ زړۀ کښې به مو د الله پاک ويره پيدا کيږي نو توبه به هم کوو او ائينده به د ګناهونو نه ځان هم بچ ساتو.

د ماشومتوب ګناه يـې ياده ساتله

حضرت امامِ حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې ډير لوئي وَلِيُّ الله وو، د هغوئي پۀ سيرت کښې دي چې د هغوئي نه پۀ ماشومتوب کښې يوه ګناه شوې وه، حالانکې د نابالغه ماشوم ګناه، ګناه نه وي، د دې باوجود به هغوئي هغه ګناه ياده ساتله، د هغوئي عادت مبارک وو چې کله به يـې هم نوې جامې وګنډلې نو د هغې پۀ ګريوان باندې به يـې هغه ګناه وليکله، بيا به يـې هغې ته بيا بيا کتل او د پښيمانتيا اوښکې به يـې توئيولې. ([1])

 اَللہُ اَکْبَر! څومره ځانګړے انداز دے. مونږ له هم پکار دي چې خپلې غلطيانې، بے خيالۍ او ګناهونه هميشه ياد ساتو، د هغې پۀ باره کښې بيا بيا سوچ کوو او د الله پاک د عذاب نه، د هغه د ګرفت نه ويريږو، چې داسې کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د توبې توفيق به هم رانصيب کيږي او بيا د پاره به مو ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن هم جوړيږي.

گناہوں کی نحوست بڑھ رہی ہے دم بدم مولیٰ                            میں توبہ پر نہیں رہ پارہا ثابِت قدم مولیٰ!

گناہوں نے مجھے ہائے! کہیں کا بھی نہیں چھوڑا                    کرم ہو از طفیلِ سیِّدِ عَرب و عجم مولیٰ!

اندھیری قبر کا احساس ہے پھر بھی نہیں جاتیں                 گناہوں کی خدایا عادتیں، فرما کرم مولیٰ!

میں رحمت، مغفرت،دوزخ سے آزادی کاسائل ہوں                  مہِ رمضان کے صدقے میں فرمادے کرم مولیٰ!([2])


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیاء، جز:1، صفحہ:39۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:97ـ98 ملتقطاً۔