Shaitan ka Darwazy

Book Name:Shaitan ka Darwazy

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د شيطان دروازه: پۀ مړه ګيډه خوراک کول

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د شيطان يوه دروازه پۀ مړه ګيډه خوراک هم دے.([1]) يعنې چې کله مونږه پۀ مړه ګيډه خوراک وکړو، اکر که رزقِ حلال وي نو د نفس خواهشونه مضبوطيږي، سستي زياتيږي، بيا د شيطان د پاره پۀ مونږ باندې حمله اسانه شي او هغه مونږه پۀ اسانۍ سره تير باسي. ځکه که مونږه د شيطان نه بچ کيدل غواړو نو هم د نن نه دا پخه اراده کول پکار دي چې مونږ به پۀ مړه ګيډه خوراک نه کوو.

شيطان پۀ وينه کښې ګرځي

پۀ حديثِ پاک کښې دي: بے شکه شيطان د انسان (پۀ بدن) کښې د وينې پۀ شان ګرځي. ([2]) صوفيائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم فرمائي: بس د دۀ لارې د لوږې پۀ ذريعه تنګې کړئ. ([3])

د ټولې شپې د عبادت نه افضل

حضرت ابو سليمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ خوراک کښې د شپې يوه نـمړۍ کمول د ټولې شپې د عبادت نه زما زيات خوښ دي. نور فرمائي، لوږه د الله پاک د خزانو نه يوه خزانه ده او دا صرف هم خپلو خوښو بندګانو ته عطا کوي. ([4])

دعا ہے کچھ نہ کچھ لقمے خدا کے واسطے چھوڑوں


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، باب فی الریاضۃ...الخ، صفحہ:24 بتغیر ۔

[2]... بخاری، کتاب الاعتکاف، باب زیارۃ المراۃ زوجہا فی اعتکافہ، صفحہ:533، حدیث:2038۔

[3]... کشف الخفاء جلد:1، صفحہ:198۔

[4]... احیاء علوم الدین، کتاب کسر الشہوتین، جلد:3، صفحہ:104۔