Book Name:Shaitan ka Darwazy

خوراک څښاک ورځې به راشي، اګرچې حلال خوړل بالکل جائز دي، البته د زيات خوراک نه بچ کيدل بهتر دي، ځکه چې د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشت نه پس هم مونږ ته وړومبے دا کوشش کول دي چې د نفلي روژو عادت جوړ کړو. او که روژې نۀ شو نيولے نو هُم مونږ له پکار دي چې رِزقِ حلال هُم د کم خوړلو عادت جوړ کړو. د دې پۀ برکت به مو صحت هُم ښۀ وي او ورسره به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د شيطان نه هُم پۀ حفاظت کښې اوسيږو.

د شش عید د روژو ترغیب

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رَمَضانُ المُبارَک نه پس د شوّالُ الْمُکَرَّم مياشت ده. خوش نصیبه مسلمانان په دې مياشت کښې د واړه اختر نه پس د 6 روژو نيولو سعادت حاصلوي. راځئ چې د دې روژو فضائل واورو _په حدیثِ پاک کښې دي: چا چې د رَمَضان روژې ونيولې بيا يـې د هغو نه پس 6 روژې په شَوّال کښې ونيولې نو هغه د ګناهونو نه داسې اُووتو لکه هُم نن چې د مور د ګيډې نه پيدا شوے وي.([1]) _ چا چې د رَمَضان روژې ونيولې بيا يـې د هغو نه پس 6 روژې په شَوّال کښې ونيولې نو هغه داسې دے لکه د ټول عمر روژه يـې چې ونيوله. ([2])_خَلیلِ مِلَّت  مفتي محمد خلیل خان برکاتي رَحْمَةُ اللهِ  عَلَيْه فرمائي: دا روژې که د اختر نه پس مسلسل ونيولے شي نو بيا هُم باک نشته او بهتره دا ده چې په هره هفته کښې دوه روژې ونيسي. او که د اختر په دويمه ورځ يوه روژه ونيسي او نورې په پوره مياشت کښې [چې کله اوغواړي] ونيسي نو نور هُم مناسب معلوميږي.([3])


 

 



[1]... مجمع الزوائد، کتاب الصیام، باب فیمن صام  ...الخ،جلد:3، صفحہ:322،  حدیث:5102۔

[2]... مسلِم، کتاب الصیام، باب استحباب صوم...الخ، صفحہ:424،  حدیث: 1164۔

[3]... سنی بہشتی زیور ،صفحہ:347۔