Book Name:Shaitan ka Darwazy

  رِضائے حق کی خاطِر لذّتِ دنیا سے منہ موڑوں

د دِين غِلاف

د حضرت حامِد لَفَّاف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې يو کَس عرض وکړو چې ما ته څۀ نصيحت وکړئ! اوئې فرمائيل: د دِين د حفاظت د پاره د قرآنِ کريم پۀ شان غِلاف جوړ کړه. * عرض يـې وکړو: د دِين غِلاف څۀ دے؟ اوئې فرمائيل: * د ضرورت نه د زياتو خبرو کولو نه بچ کيدل * د خلقو سره بے ضرورته نه ميلاويدل * او د ضرورت نه زيات خوراک نه کول. نور يـې ووفرمائيل: که چرې تاسو ته معلومه شي چې د الله پاک سره به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره د ايمان والؤ پۀ جنّت کښې څنګه ميلمستيا کيږي نو د دې دُنيا د يو څو ورځو پۀ دې ژوند کښې به مو چرې هم پۀ مړه ګيډه خوراک نه وے کړے. ([1])

 د عبادت خوږ والے

حضرت امام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ مړه ګيډه د خوراک سره د عبادت خوږ والے ختميږي. د مسلمانانو وړومبي خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د کله نه چې مسلمان شوے يم پۀ مړۀ ګيډه مې خوراک نه دے کړے، د پاره د دې چې د عبادت خوږ والے مې نصيب شي او د کله نه چې زۀ مسلمان شوے يم د الله پاک د ديدار پۀ شوق کښې مې کله هم پۀ اوبو ځان نۀ دے موړ کړے.([2])

بھوک کی اور پیاس کی مولیٰ مجھے سوغات دے        یا الٰہی!   حَشْر   میں   دیدار   کی  خیرات   دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ډير زر به د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت رخصت شي او د


 

 



[1]... تذکِرۃ الواعظین ، الباب العشرون فی فضیلۃ التوکل...الخ، صفحہ:46۔

[2]... منہاج العابدین، الباب الثالث...الخ، الفصل الخامس...الخ، صفحہ:84۔