Book Name:Shaitan ka Darwazy

د ټولې کورنۍ اِصلاح وشوه  

د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، نـمونځونه قضا کول وغيره زما پۀ معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقې ته د عاشقانِ رسول مَدَني قافله راغله، پۀ هغوئي کښې يو اسلامي ورور ماته د ماښام د نـمونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جومات ته لاړم، د ماښام د نـمونځ نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان پۀ آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالې تعارف وکړو، پۀ رساله نیک اعمال کښې مې چې د نيکو نه د ډک ژوند تيرولو مَدَني ګلونه وليدل نو زۀ ډير خوشحاله شوم، د دې رسالې پۀ شکل کښې چې مې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره کوشش وليدو نو ما سمدستي د بيعت کولو د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره مې نسبت څۀ جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او د نيکو طرفته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې د زړۀ نه شامل شوم، د دې پۀ برکت سره زما په اخلاقو هُم ښۀ اثر وشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ قلاره قلاره زمونږه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، پۀ کور کښې د نـمونځونو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامې او سندرې باجې بندې شوې او د ګناهونو نه د ډک چينل پۀ ځائے مَدَني چينل ولګيدو.

خوب مَدنی قافِلوں کی دھوم ہو       نیک ہو امَّت اے نانائے حسین!

مَدنی اِنعامات کی ہو ریل پیل                                             نیک ہو امَّت اے نانائے حسین!([1])

نوټ: د دعوتِ اسلامي پۀ ديني ماحول کښې مَدَني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي.


 

 



[1]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:258۔