Book Name:Shaitan ka Darwazy

   د حضرت ابن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ قول دے چې د مومن شيطان کمزورے وي. د حضرت قيس بن حجاج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قول دے چې ما ته زما شيطان ووئيل: چې زۀ کله ستا دننه داخل شوم نو د اوښ پۀ شان ووم او اوس د چرچڼې پۀ شان يم، ما ووئيل: دا ولې؟ شيطان ووئيل: تا زۀ د الله پاک د ذِکر پۀ ذريعه کمزورے کړے يم. ([1])

(2): د ژبې قفلِ مدينه

دغسې خاموشي (يعنې د فضول او د ګناهونو نه ډکو خبرو نه بچ کيدل) هم د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه ده. حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو کَس پۀ بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته نصيحت وکړئ! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو څو نصيحتونو کولو نه پس ووفرمائيل: وَاخْزُنْ لِسَانَكَ إِلَّا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّكَ بِذٰلِكَ تَغْلِبُ الشَّيْطَانَ يعنې خپله ژبه پۀ قابو کښې ساته ځکه چې دا (يعنې ژبه په قابو کښې ساتل) هٰغه څيز دے، چې د دې پۀ ذريعه به تۀ پۀ شيطان باندې غلبه حاصله کړې. ([2])

عُلَما فرمائي: خاموشي هٰغه نعمت دے د کوم پۀ ذريعه چې انسان پۀ شيطان باندې غلبه بيامومي، لہٰذا هر مسلمان له پکار دي چې د خپلې ژبې حفاظت وکړي. ([3])

(3): تَعَوُّذ لوستل

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د شيطان نه د بچ کيدو يوه بهترينه طريقه تَعَوُّذ يعنې د اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ کثرت کول هم دي. يعنې چې مونږه پۀ کثرت سره پۀ ناسته، ولاړه، ګرځيدو کښې اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ لولو، د دې پۀ برکت سره به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د شيطان


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، باب فی مکر الشیطان، صفحہ:443۔

[2]...  معجم صغیر، صفحہ:655، حدیث:949۔

[3]... تنبیہ الغافلین، باب حفظ اللسان، صفحہ:119 ۔