Shaitan ka Darwazy

Book Name:Shaitan ka Darwazy

د لالچ پۀ نظر د کتلو) پۀ ذريعه دهوکه ورکوي، د دې علاج دا دے چې بنده صرف د رَبِّ کريم په عطاګانو نظر ساتي او خلقو سره د موجودو څيزونو نه مايوسه شي.([1])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د شيطان يو څو دروازے دي، د کومو پۀ ذريعه چې شيطان مونږه تير باسي *پۀ نـمونځونو کښې سستي د شيطان دروازه ده *خپل ګناهونه هيرول د شيطان دروازه ده  پۀ مړه ګيډه خوراک کول هم د شيطان دروازه ده *لالچ *اوږده اميدونه *ارام طلبي *ځان خوښي خپل مسلمانان وروڼه سپک ګڼل *حسد کول *رياکاري کول او *کنجوسي وغيره دا ټولې د شيطان دروازے دي، مونږ له پکار دي چې د دې ظاهري او باطني بدو نه هميشه ځان ساتو، د پاره د دې چې مونږ د شيطاني وسوسو نه محفوظ پاتې شو.

د شيطان نه د بچ کيدو يو څو نورې طريقې

د دې نه علاوه د شيطان نه د بچ کيدو يو څو نورې طريقې هم دي.

(1): د ذِکرُ الله کثرت

د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے: چا د الله پاک نه پوښتنه وکړه چې ما ته د انسان پۀ زړۀ کښې د شيطان ځائے وښائې، پۀ خوب کښې هغۀ د شيشې پۀ شان پاک او صفا يو انساني بدن وليدو کوم چې د دننه او بهر نه يو شان ښکاريدو، شيطان يـې وليدو چې هغه د انسان د ګڅې اوګې او غوږ ترمينځه د چيندخ پۀ شکل کښې ناست وو او د خپل اوږد خړتم په ذريعه يـې د هغۀ پۀ زړۀ کښې وسوسې اچولې. چې کله به هغه انسان د الله ذِکر کولو نو هغه [شيطان] به فوراً لرې شو. ([2])


 

 



[1]... تنبیہ الغافلین، باب عداوۃ الشیطان و معرفۃ مکایدہ، صفحہ: 345 ملخصاً ۔

[2]... مکاشفۃ القلوب، باب عداوۃ الشیطان، صفحہ:79۔