Book Name:Shaitan ka Darwazy

شَہْرُ تَرَاوِیح اَلْوَدَاع، ماہِ تَسَابِیْح اَلْوَدَاع           نورِ مَصَابِیْح اَلْوَدَاع، اے ماہِ رمضان اَلْوَدَاع!

اے ماہِ رمضان اَلْسَّلام! اے فرض ِ رحمٰن اَلْسَّلام!  اے شَہرِ قرآن اَلْسَّلام! اے ماہِ رمضان اَلْوَدَاع!

اے حضرتِ ماہِ صیام! بیدلؔ کا لیجئے سلام         تسلیم ہے ختمُ الکلام، اے ماہِ رمضان اَلْوَدَاع! ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

پاتې ژوند بے بها دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اوس لا د رمضان يو څو ورځې پاتې دي، مونږ له پکار دي چې دا غنيمت وګڼو، د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ شیرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير ښکلے فرمان مبارک دے چې بَقیَّۃُ عُمْرِ الرَّجُلِ لَا ثَمْنَ لَہٗ  يعنې د انسان چې کوم ژوند پاتې دے، هغه بے بها دے. ([2])

واقعي دا حقيقت دے، کوم سعتونه چې تير شوي دي، هغه خو هسې هم تير شوي دي، اوس به هغه چرې هم واپس نه راځي، کوم سعتونه چې اوس پاتې دي، دا بے بها دي، مونږ له پکار دي چې د دې نه فائده واخلو، پۀ راتلونکي رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به مونږه يو او که نه، د دې خو مونږ ته پته نشته، لہٰذا دا کومې يو څو ورځې چې پاتې دي، چې پۀ دې کښې ښۀ د زړه نه نيکۍ وکړو، اوس يو يو منټ قيمتي دے چې د يو سعت ضائع کولو نه بغير ډير برکتونه حاصل کړو. د آخرۍ عشرې طاق شپې هم روانې دي، پۀ دې کښې يوه شپۀ شبِ قَدر وي * هٰغه عظيمه شپۀ چې د زرو مياشتو نه بهتره ده. ([3]) *پۀ دې شپۀ سلامتيا نازليږي، فرښتې زمکې ته راکوزيږي او د عبادت کوونکو سره


 

 



[1]... نورِ ایمان، صفحہ:37ـ38۔

[2]... الزہد الکبیر للبیہقی، صفحہ:295، رقم:779۔

[3]... ابن ماجہ، کتاب الصیام، باب ما جاء فی فضل شہر رمضان، صفحہ:حدیث:1644۔