Book Name:Shaitan ka Darwazy

د چلونو نه بچ اوسيږو. پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم بنده چې پۀ ورځ کښې لس کرته اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ لولي نو الله پاک به د يوې فرښتې ډيوټي ولګوي کومه چې به شيطان د هغۀ نه داسې لرې زغلوي لکه څنګه چې د عربو خلق اوښان د اوبو د تالاب نه شَړي. ([1])

د تَعَوُّذ برکت

منقول دي: حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې ما پۀ يو ځائے کښې شيطان ټيټ شوے وليدو نو ما د لښتې پۀ ذريعه پۀ هغۀ باندې د ګزار کولو اراده وکړه، شيطان ما ته ووئيل چې اے ابو سعيده! آيا تا ته معلومه نه ده چې زۀ د لښتې او د دنيائي وسلې هيڅ ويره نۀ لرم؟ ما ووئيل: اے لعنتي! تۀ د کوم څيز نه ويريږې؟ هغۀ جواب راکړو چې زۀ (پۀ دې دنيا کښې صرف) د 2 څيزونو نه ويريږم: (1): د تَعَوُّذ لوستونکو د تَعَوُّذ يعنې د اَعُوْذُ بِاللہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ د لوستلو نه، او (2): د صديقينو د معرفت د پلوشو نه. ([2])

  سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د اَعُوذُ بالله لوستلو نه شيطان ويريږي، الله پاک دې مونږ ته د دې بدبخته د ويرولو او د دۀ د چلونو نه د بچ کيدو توفيق راعطا کړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د نفس او شيطان د چلونو نه د بچ کيدو، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو او پۀ نيکو باندې د استقامت موندلو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راشئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو


 

 



[1]... سلوۃ العارفین، باب فضیلۃ التعوذ، جلد:1، صفحہ:124۔

[2]... سلوۃ العارفین، باب فضیلۃ التعوذ، جلد:1، صفحہ:124۔