Shaitan ka Darwazy

Book Name:Shaitan ka Darwazy

د شيطان لس دروازے او د هغې نه د بچ کيدلو طريقې

يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما چې غور وکړو چې د شيطان دروازے هٰغه کومې دي د کومو پۀ ذريعه چې هغه انسان دهوکه کوي؟ نو ما ته د قرآن او حديث پۀ رڼا کښې معلومه شوه چې د شيطان لس دروازے دي او د دې نه د بچ کيدو طريقې هم لس دي: (1):شيطان د لالچ پۀ لار پۀ انسان باندې حمله کوي، د دې علاج دا دے چې انسان قناعت اختيار کړي (يعنې چې څۀ او څومره الله پاک ورعطا کړي دي، پۀ هغې باندې خوشحاله اوسي) (2): شيطان پۀ اوږدو اُميدونو انسان تير باسي، د دې علاج دا دے چې انسان مرګ هر وخت ياد ساتي (3): شيطان پۀ راحت او ارام او پۀ دنيائي نعمتونو کښې د غرقيدو پۀ لاره حمله کوي، د دې عِلاج دا دے چې انسان د نعمت پۀ ختميدلو او د دې نعمتونو د حساب پۀ باره کښې فکر وکړي (4): شيطان د ځان خوښۍ پۀ لاره باندې حمله کوي، د دې علاج دا دے چې انسان د الله پاک اِحسانونه ياد وساتي او د بد انجام ويره ولري (5): د مسلمانانو وروڼو د سپک او کم تر ګڼلو پۀ لاره شيطان حمله کوي، د دې علاج دا دے چې انسان د خپلو مسلمانانو وروڼو عزت کوي (6): شيطان د حسد پۀ ذريعه انسان تير باسي، د دې علاج دا دے چې انسان د الله پاک پۀ تقسيم باندې راضي اوسي (او نورو ته ميلاو شوو نعمتونو ته د لالچ پۀ نظر نه ګوري) (7): شيطان د رياکارۍ پۀ لاره حمله کوي، د دې علاج پۀ اِخلاص کښې دے چې بنده صرف او صرف د الله پاک د رضا طلب ګار جوړ شي (8): شيطان د کنجوسۍ پۀ ذريعه دهوکه ورکوي، د دې علاج دا دے چې انسان د آخرت نعمتونه ياد ساتي او د دُنيا مال د رَبّ تعالٰی پۀ لار کښې لګوي (9): شيطان د تکبر پۀ لاره حمله کوي، د دې علاج دا دے چې انسان عاجزي اختيار کړي (10): شيطان د لالچ (يعنې خلقو سره موجودو نعمتونو ته