Book Name:Shaitan ka Darwazy

بے نـمانځه د دوزخ حقدار دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! نـمونځ د اِسلام پۀ بنيادي ارکانو کښې يو ډير اَهم رُکن دے. دې ته د اِسلام سَتن وئيلے شوې ده ([1]) او مونږ ته پته ده چې کله د ودانۍ [يعنې بِلډِنګ] ستن راپريوځي نو بِلډِنګ راغورځيږي يعنې نـمونځ هٰغه عظيم عبادت دے کوم چې زمونږه ايمان مضبوطوي، الله دې نۀ کړي که پۀ نـمونځ کښې مو سستي شروع شوه نو هيڅ لرې نه ده چې زمونږ د زړۀ نه د ايمان نُور هم ووځي. ځکه پۀ نـمونځ کښې چرې هم سستي مۀ کوئ!

اعلیٰ حضرت، امام اهلسُنّت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: چا چې قصداً عمداً د يو وخت (نـمونځ  هم) پريښودو، پۀ زرګاؤ کاله د دوزخ حقدار شو، تر څو چې توبه نه کړي او د دې قضا رانوړي. ([2])

ہو گی دنیا خراب آخِرت بھی خراب                     بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

بے نمازی جہنّم کا حقدار ہے                                                    بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز

دیکھو! اللہ ناراض ہو جائے گا                                              بھائیو! تم کبھی چھوڑنا مت نماز ([3])

پۀ قرآنِ پاک کښې پۀ شپاړسمه سيپاره، سُورۀ مريم آيت نمبر 59 کښې اِرشاد دے:

فَخَلَفَ مِنْۢ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ اَضَاعُوا الصَّلٰوةَ وَ اتَّبَعُوا الشَّهَوٰتِ فَسَوْفَ یَلْقَوْنَ غَیًّاۙ(۵۹)

 [مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  نو د هغوئي نه پس هٰغه نالائقه خلق د هغوئي په ځائے راغلل کومو چې لـمونځونه ضائع کړل او د خپلو خواهشاتو تابعداري ئې اوکړه نو نزدې ده چې هغوئي به د دوزخ خوفناکې کندې غئ سره مخ کيږي.


 

 



[1]...  کنز العمال، کتاب الصلاۃ، الفصل الثانی فی فضائل الصلاۃ، جز:7، جلد:4، حدیث:18885 ۔

[2]... فتاوٰی رضویہ، جلد:9، صفحہ:158۔

[3]... وسائلِ فردوس، صفحہ:23 ملتقطاً ۔