Book Name:Shaitan ka Darwazy

کښې هم ډيره ډيره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي. د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دے: د ”نيک اعمال رسالې‘‘ نه روزانه [د خپلو اعمالو] جائزه اخستل.

* رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عقل مند هغۀ دے څوک چې خپله محاسبه او د مرګ نه پس [ژوندون] د پاره عمل وکړي ([1]) * د ځان د اصلاح او د شيطان نه د بچ کيدو بهترينه طريقه هم دا ده چې مونږ د خپلو عادتونو، خپل کردار او د خپلو اعمالو جائزه اخلو.  پۀ اوسني وخت کښې اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د خپل ځان د جائزې اخستو اسانه طريقه ښودلې ده: رساله نيک اعمال *د اسلامي وروڼو د پاره پۀ نيک اعمال رساله کښې 72 سوالونه او جوابونه ليکلے شوي دي * د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي * هره ورځ د سوال لوستلو سره خپله جائزه اخستل دي او خانے ډکول دي * نيک اعمال رساله د صحيح اسلامي ژوند تيرولو بهترينه نسخه ده *د دې پۀ ذريعه پته نه لګي چې د څومره خلقو اصلاح شوې ده.

تاسو هم دا رساله واخلئ! د نيک اعمال مطابق هره ورځ خپله جائزه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيره فائده به در ورسي * اخلاق به مو ښۀ شي * کردار به مو ښۀ شي * عادتونه به مو ښۀ شي *پۀ نيکو باندې به استقامت درنصيب شي * د ګناهونو نه به مو نفرت پيدا شي *زړۀ به مو روښانه شي * د الله پاک محبت به درنصيب شي * عشق رسول به مو زيات شي *روحانيت به درنصيب شي او * د آخرت فکر به درنصيب شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... ترمذی، ابواب صفۃ القیامۃ، صفحہ:583، حدیث:2459 ۔