Book Name:Shaitan ka Darwazy

جائز نه ده ځکه چې دا ګوتمه نۀ ده بلکه کَړَه ده * د سپينو زرو د يو غمي والا ګوتمه چې وزن يـې د څلور نيمو ماسو (يعني څلور ګرامه 374 ملي ګرامو) نه کم وي، اچول يـې جائز دي * پۀ اخترونو کښې ګوتمه اچول مستحب عمل دے. خو نارينه دې هُم هغه جائز والا ګوتمه اچوي *نارينه له پکار دي چې د ګوتمې غمے د لاس تَلي طرف ته اَړَوي او زنانه دې يـې د لاس شا طرف ته ساتي  * د سپينو زرو کَړَه خاص د زنانؤ جامه ده د نارينؤ د پاره مکروه (تحريمي، ناجائزه او ګناه ده) * زنانه د سرو زرو او سپينو زرو هر څو ګوتمې او کَړې پۀ لاس کولے شي، پۀ هغې کښې د وزن او د غمو د شميرې څه قيد نشته *د اوسپنې ګوتمې ته د سپينو زرو خول اچول چې اوسپنه پکښې بيخې نه ښکاري، د دې ګوتمې پۀ لاس کول (د نارينه او زنانه دواړو د پاره) جائز دي. ([1])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے.

اُلفتِ مصطفےٰ اور خوفِ خدا                                                                 چاہئے گر تمہیں قافلے میں چلو

گر مدینے کا غم چاہئے چَشمِ نَم                                                       لینے یہ نعمتیں قافلے میں چلو([2])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:57 و 58 ملتقطًا۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:669۔