Book Name:Shaitan ka Darwazy

خوشحالي وي او که غم * اختر وي او که روژه * که هر څنګه وخت وي * کومې ورځې هم وي * مونږ له دا بدبخته هم خپل دښمن ګڼل دي * پۀ يو وخت کښې هم د ده پۀ پنجه کښې نه دي راګيريدل پکار. الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

اِنَّ الشَّیْطٰنَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوْهُ عَدُوًّاؕ- (پارہ:22، فاطر:6)

[مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   بیشکه شيطان ستاسو دُښمن دے نو تاسو هُم هغه دُښمن اوګڼـئ،

يعنې اے خلقو! د الله پاک پۀ عبادت باندې قائم اوسئ او د الله پاک پۀ نافرمانۍ کښې د شيطان پيروي مۀ کوئ بلکه د شيطان سره دښمني اوکړئ! او هميشه يـې دُښمن ګڼئ! ([1])

پۀ يو ځائے کښې الله پاک فرمائي:

اَفَتَتَّخِذُوْنَهٗ وَ ذُرِّیَّتَهٗۤ اَوْلِیَآءَ مِنْ دُوْنِیْ وَ هُمْ لَكُمْ عَدُوٌّؕ-بِئْسَ لِلظّٰلِمِیْنَ بَدَلًا(۵۰) (پارہ:15، اَلْکَہْف:50)

 [مفهوم] ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:   آيا تاسو هغه او د هغه اولاد زما نه سِـوا خپل دوستان جوړوئ حالانکه هغوئي ستاسو دُښمنان دي،

يعنې اے خلقو! آيا تاسو شيطان او د هغه اولاد زما نه علاوه دوستان جوړوئ! يعنې زما بندګي پريږدۍ او پۀ هغۀ پسې ځئ...!! حالانکې رښتيا خو دا دي چې شيطان هم او د هغۀ اولاد هم ستاسو دښمنان دي. پس شيطان، د هغۀ اولاد او څوک چې پۀ هغوئي پسې ځي هغوئي ټول ظالـمان دي او د ظالـمانو د پاره ډيره زياته بده بدله ده. ([2])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! څومره صفا خبره ده، غور وکړئ! مونږ ته څنګه زبردست خبردارے راکولے شي چې اے خلقو! د شيطان پۀ دهوکه کولو د الله


 

 



[1]... مکاشفۃ القلوب، باب فی عداوۃ الشیطان، صفحہ:69۔

[2]... صراط الجنان، پارہ:15، سورۂ کہف، زیرِ آیت:50، جلد:5، صفحہ:581 بتغیر ۔