Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

خوا هم نه وي تيره شوې خو دا د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کمال عاجزي ده، هغوئي د وخت خليفه وو، لہٰذا ويريدو چې هسې نه د دې منصب پۀ وجه هغوئي پۀ ځان خوښۍ کښې اخته نشي، ځکه به يـې داسې د کمال عاجزۍ والا اداګانې اختيارولې۔

زمونږ د عاجزۍ نۀ لرونکي عادتونه

کاش چې زمونږه هم عاجزي او انکساري نصيب شي * مونږ خو خليفه هم نه يو * څۀ منصب راسره هم نشته * عهده هم زمونږ سره نشته * ډير زيات عبادت ګزاره هم نه يو * څۀ ډير لوئي عالِم فاضِل هم نه يو * که چرته آئينې ته مخامخ کښينو او غور وکړو * پۀ انصاف سره د ځان تلاشي واخلو نو شايد چې پۀ ځان کښې راته د فضيلت يوه خبره هم ښکاره نشي خو افسوس چې سراسر ګنهګار يو خو پته نه لګي چې ځان څۀ ګڼو * يو ګلاس اوبه هم ځان له پخپله راخستل راته ښه نه ښکاري * که پۀ کور کښې جامې استري نه وي نو چغې سورې وهو، غصې کوو * که پۀ وخت باندې خوراک ميلاو نشي نو د غصې نه مو مخ سور شي، که نوکران وي او که نه وي، البته خواهش وي چې زۀ بس پۀ ارام سره پۀ کرسۍ باندې ناست يم، وړاندې وروستو رانه نوکران وي، زما ټول کارونه کوي او زۀ د نواب پۀ شان ناست يم۔ کاش چې زمونږه عاجزي نصيب شي، کاش چې مونږه خپل ځان څۀ ګڼل پريږدو، کاش چې سر ټيټول، خپل ځان بالکل خراب، بے کاره وګڼو او بيا د دې مطابق مو ډير پۀ عاجزۍ سره ژوند تيرول نصيب شي۔

د عاجزۍ او انکسارۍ سره اوچت والے نصيب کيږي

 پۀ حديثِ پاک کښې دي: آخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا تَوَاضَعَ اَحَدٌ لِلّٰہِ اِلَّا رَفَعَہُ اللہُ چې څوک هم د الله پاک د پاره عاجزي اختيار کړي الله پاک هغۀ ته اوچت والے عطا کوي۔ ([1])

پۀ يو حديثِ پاک کښې يـې ووفرمائيل: اَلتَّوَاضُعُ لَا یَزِیْدُ الْعَبْدَ اِلّا رِفْعَۃً فَتَوَاضَعُوْ ا یَرْفَعَکُمُ اللہُ عاجزي انسان ته صرف هم اوچت والے عطا کوي، پس عاجزي کوئ! الله پاک به تاسو ته اوچته مرتبه عطا کړي۔ ([2])


 

 



[1]... مسلم، کتاب البر و الصلۃ، باب استحباب العفو...الخ، صفحہ:1002، حدیث:2588۔

[2]... الترغیب لابن شاہین، باب فضل التواضع...الخ، صفحہ:80، حدیث:236۔