Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan
مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله د معروف کُرخي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * مُحَرَّم شريف د اِسلامي کال وړومبۍ مياشت ده۔ پۀ دې مياشت کښې حضرت امامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي ملګري د کربلا پۀ ميدان کښې پۀ مظلوميت سره شهيدان کړے شول، د هٰغه پاکو هستيانو د قربانو او د دې مياشت د فضائلو نه د ځان خبرولو د پاره درې رسالې (1): امام حسین کی کرامات (2): امام حسین کے واقعات (3): حسینی دولہا اور محرم کے فضائل ولولئ۔ دا رسالې امام حسین کی کرامت قیمت 30 روپۍ، امام حسین کے واقعات، حسینی دولہا اور محرم کے فضائل قيمت 20 روپۍ د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ بيعه واخلئ۔ پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د زُلفو او د سر د ويښتو سُنَّت او آداب
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د چا چې ويښته وي هغۀ دې د هغې اِکرام وکړي۔ ([1]) يعني هغۀ دې وينځي، تيل دې ورکوي [يعنې غوړوي دې] او ګمنځوي دې۔
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زُلفان مُبارک به کله د غوږونو مبارکو د نيمې پورې * کله به د غوږونو مبارکو د آخرئ حصې پورې او * بعضې وخت به چې غټ شول نو د اوګو مبارکو يعني د اوګو مبارکو سره به ئې لګيدل * مونږ له پکار دي چې موقع پۀ موقع درې واړه سُنَّت ادا کړو، يعني کله د غوږونو د نيمې پورې، نو کله د دواړو غوږونو پورې او کله تر