Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا چې د خپل ځان د څۀ ګڼلو والا عادت دے نو دا ډير خراب عادت دے، هم دا عادت دے کوم چې مونږه عاجزۍ اختيارولو ته نه پريږدي۔۔۔!! که پۀ حقيقت کښې نظر وکړو نو مونږ هيڅ هم نه يو، زمونږه حقيقت څۀ دے؟ مونږه د خاورو نه جوړ يو، پۀ آخره کښې به بيا خاورې شو۔ بابا بلهے شاه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
مِٹّی دَا تُوْںْ، مِٹّی ہَوْنَا، کَاہَدِی بَلّے بَلّے
اَجْ مِٹِّی دَے اُتَّے بَنْدِیا، کَل مِٹِّی دے تَھلَّے
وضاحت: يعنې اے بنده! تۀ د خاورې نه جوړ شوے يـې، هم خاورې کيږي به، بيا پۀ څۀ خبره باندې غرور، پۀ څۀ خبره خوشحالي۔۔۔!! نن خو د خاورو د پاڅه يـې، سبا به د خاورو لاندې لاړ شې۔۔۔!! بس هم دغه ستا ابتدا او انتها ده۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هم دغه حقيقت دے۔۔۔!! کاش چې هم دا حقيقت مونږ د زړۀ نه اومنو او پۀ عملي طور باندې يـې پۀ خپل ژوند کښې اختيار کړو نو ټوله جګړه به ختمه شي۔
د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د عامو مسلمانانو پۀ شان د حج سفر
د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ژوند مبارک ته چې وګورې نو مونږ ته دا ښکاري چې هغوئي ډير څۀ وو * هغوئي د الله او د رسول خوښ هم دي * هغوئي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وزير هم دے * عبادت ګزاره هم دے * ډير عقلمند هم دے * خليفه هم دے * دې دُنيا ته چې څومره انسانان راغلي دي او تر قيامته پورې چې به څومره راځي، پۀ هغه ټولو کښې د نبيانو نه پس او د حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه پس د ټولو نه افضل، د ټولو نه د اوچتې درجے والا هم هغوئي دي، حضرت مولائے کائنات، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د چا پۀ شان د جوړيدو خواهش ووفرمائي نو پخپله سوچ وکړئ چې هٰغه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د څومره اوچتې مرتبې والا وي، د دومره افضل او اعلیٰ مرتبے لرلو باوجود د هغوئي دا کمال وو چې هغوئي به ځان هيڅ نه ګڼلو، د عامو خلقو پۀ شان به يـې ساده شان ژوند تيرولو۔ حضرت عامِر بن ربيعه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د حج د پاره د مکے مکرمې پۀ لور روان شو، د حج پۀ ټول سفر کښې چې هغوئي چرته هم پړاؤ وکړو، پۀ لار کښې چرته هم ايسار شول، نۀ يـې هلته خيمه ولګوله او نۀ يـې شاهانه انتظام وکړو، بس پۀ يوه وَنه باندې