Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

اوګو پورې ويښته اوساتو * بعضې خلق [پۀ ويښتو کښې] نيغه يا اُلټا لاره [يعنې کرښه] اوباسي دا د سُنَّت خلاف کار دے * سُنَّت دا دي چې که چرې پۀ سر باندې ويښته وي نو پۀ مينځ کښې دې لاره [يعنې کرښه] ويستلے شي * د نارينه سره اختيار دے چې د سر ټول ويښته وخَرَئي يا يـې غټ کړي او پۀ مينځ کښې يـې لاره [يعنې کرښه] اوباسي * حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ سر مبارک اکثر تيل لګول [يعنې ويښته به يـې غوَړَوَل] او ګيره مبارکه به يـې اکثر ګمنځوله او اکثر به يـې پۀ سَر مُبارک باندې کپړه کيښودله [يعنې سر مُبارک به يـې پټولو] تر دې پورې چې کپړه به پۀ تيلو لـمده شوه۔ ([1])

تیل کی بُوندیں ٹپکتی نہیں بالوں سے رضا                                       صبحِ عارِض پہ لُٹاتے ہیں ستارے گیسو

وضاحت: اے رضا! د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو زلفو نه چې د تيلو کوم څاڅکي کيږي، ما ته خو دا ننداره داسې لګي لکه څنګه چې د ستورو ډکه شپۀ د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې، پۀ رُخِ وَالضُّحٰی باندې ستوري نولي۔

 د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔

آؤ مَدَنی قافِلے میں ہم کریں مل کر سفر                                سنّتیں سیکھیں گے اِس میں اِنْ شَآءَ اللہ سر بَسَر

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔



[1]... 550 سنتیں اور آداب ، صفحہ:41 تا 43 ملتقطاً۔