Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

به يـې څادر غوړولو او د هغې سوري ته به کښيناستو۔ ([1])

 سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! د وخت خليفه دے، د نيمې دُنيا يواځې حکمران دے، د دې باوجود ورسره هيڅ پروټوکول نشته، هيڅ اهتمام نشته، ساده شان څادر دے، پۀ ونه باندې يـې وغوړوي او د هغې سوري ته کښيني۔ دا زمونږ د بزرګانو اداګانې دي، پته نه لګي چې د کوم ځائے نه پۀ مونږ کښې د پروټوکول عادت راغلے دے * پۀ واده ښادۍ وغيره دستورو کښې که مونږ ته ښه هر کلے اونه وئيلے شي نو مونږ له مزه نه راکوي * که د کښيناستو د پاره ښه ځائے رانکړے شي نو تندے مو راچولے وي يعنې بد يـې ګڼو * څوک که راوړاندې نه شي او * اونه دريږي او پۀ ادب سره سلام وانخلي نو پۀ زړۀ کښې مو غلط غلط خيالونه راتلل شروع شي * که څوک زمونږ د شان خلاف جمله ووائي نو غصه راځي۔ کاش چې زمونږه عاجزي نصيب شي۔

دل سے غرور نکلے، بہر حضور نکلے          یارب! مجھے بنادے پیکر تو عاجزی کا

فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معافي وغوښتله

حضرت اَحنَف رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زۀ د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره ووم، پۀ دې کښې يو کَس حاضر شو او هغۀ د خپل يو حاجت د پاره سوال وکړو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه وخت پۀ څۀ وجه پۀ جلال کښې وو، د هغوئي پۀ لاس کښې دُرَّه وه، هغوئي پۀ هٰغه دُرَّه د هٰغه کَس سر ووهلو او هغۀ يـې وَرَټلو۔

هٰغه کَس مايوسه شو او واپس لاړو، اوس لا لږ شان وخت تير شوے وو چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: هٰغه کَس زما خوا له راوغواړئ! نو هغۀ حاضر کړے شو۔ هغوئي هٰغه دُرَّه هٰغې کَس له ورکړه او اوئې فرمائيل: زما نه خطا وشوه، خپل بدل واخله۔۔۔!!

هٰغه کَس عرض وکړو چې عالي جاه! زۀ مو د الله پاک د رضا د پاره معاف کووم۔ اوئې فرمائيل: وګوره چې واقعي مې د الله پاک د رضا د پاره معاف کوې يا زما پۀ وجه باندې؟ عرض يـې وکړو چې نۀ بلکې زۀ مو د الله پاک د رضا د پاره معاف کووم۔ دا يـې چې واوريدل نو حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته تشريف يوړلو، هغوئي دوه رکعته نـمونځ ادا کړو، بيا خپل ځان ته مخاطب شو او اوئې فرمائيل: * اے ابنِ خطاب۔۔۔!! تۀ کمزورے وې، الله پاک تا ته مرتبه عطا کړه * تۀ غير مسلمه وې، الله پاک تا ته اِسلام عطا کړو * تۀ رسوا وې، الله پاک تا ته


 

 



[1]... فیضان ِ فاروقِ اعظم، جلد:، صفحہ:۔