Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ايمان تازه کوونکې دُعا

حضرت علي بِن حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل د جُمعې پۀ اجتماع کښې د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت مولا علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې دُعا وکړه: اَللّٰہُمَّ اَصْلِحْنَا بِمَا اَصْلَحْتَ بِہِ الْخُلَفَاءَ الرَّاشِدِیْن اے خوږه الله پاکه! زمونږه داسې اصلاح ووفرمايه لکه څنګه چې تا د خلفائے راشدين اِصلاح ووفرمائيله۔

د جُمعې نـمونځ] نه پس د بنو هاشِم يو ځلمے د مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خدمت کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: اے اَميرُ المُؤمِنين! تاسو دُعا کړې وه چې اِلٰہی! تا چې څنګه د خلفائے راشدين اِصلاح ووفرمائيله، زمونږه هم داسې اِصلاح ووفرمايه۔ د خلفائے راشدين نه ستاسو څۀ مُراد دے؟ دا يـې چې واوريدل نو د مولائے کائنات، مولا علي مُشکل کشا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ سترګو کښې اوښکې راغلې، بيا يـې ووفرمائيل: د خلفائے راشدين نه زما مُراد حضرت ابو بکر صِدِّيق او عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهما دي۔ مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نور ووفرمائيل: * دا دواړه شخصيات د هدايت امامان دي * هم دواړه شيخُ الاِسلام دي * د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس هم د دوئي نه هدايت ميلاويږي * څوک چې د دې دواړو پيروي وکړي [يعنې د دوئي پۀ لار روان شي] ، هغۀ پۀ صراطِ مستقيم [يعنې پۀ نيغه لار] باندې روان دے * څوک چې دا دواړه خپل امامان جوړ کړي، هغۀ پۀ هدايت باندې وي * او څوک چې د ابو بکر او عمر (رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) لمن کلکه ونيسي، هغه د الله پاک ډَله ده او هم د الله پاک ډَله کاميابه ده۔ ([2])


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[2]... شرح اصول اعتقاد اہل السنۃ و الجماعۃ، جز:7، جلد:4، صفحہ:161، حدیث:2501۔