Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

عزت عطا کړو * بيا يـې تۀ د خلقو حکمران جوړ کړې، اوس تۀ مدد غوښتونکي وهې۔۔۔!! سبا به د الله پاک پۀ حضور کښې څۀ جواب ورکوې؟ هغوئي تر ډير وخته پورې داسې خپل ځان رَټَلو۔ ([1])

 اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې څومره د کمال خبره ده۔۔۔!! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به خپل ځان پۀ کوم انداز کښې مخاطب کولو، د دې دُنيا نه تلل دي، قبر ته کوزيدل دي، بيا د رَبّ پۀ حُضور کښې پيش کيدل دي، هغوئي به د دې خبرې نه څومره ويريدل، څومره پۀ وړو وړو خبرو باندې به يـې ځان پۀ ګرفت کښې راوستو۔ افسوس چې نن سبا حالات بل شان دي، مونږ نور وهو، رَټو، جنګ جګړې هم کوو خو احساس راسره نه وي، پۀ وړه وړه خبره جنګ ته بډې وهو، سترګې سرې کوو* تۀ ما نۀ پيژني۔۔۔!! زۀ فلانکے يم فلانکے۔۔۔!! زما پۀ مخکښې پۀ اوچت اواز خبرې کوې * زما سره به جګړه کوې * وغيره وغيره جملې وايو او ځان پته نه لګي چې څومره اوچت ګڼو، د نورو زړۀ ازارول، غم ورکول خو نن سبا معمولي خبره ده، پۀ وړه وړه خبره جګړې کيږي، خبره تر لاسونو اچولو پورې ځي، دا هر څۀ ولې۔۔۔؟ پۀ دې وجه چې مونږ خپل ځان څۀ ګڼو، وګورئ چې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به ځان ته بيا بيا وئيل: اے عمره! تۀ کمزورے وې، الله پاک تا ته اوچت مقام عطا کړو، اے عمره! الله پاک تا ته هدايت عطا کړو، الله پاک درله عزت درکړو، الله پاک درله اوچت مقام درکړو، سبا به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ حضور کښې د دې حساب څنګه ورکوې۔۔۔؟ کاش چې زمونږه هم دا سوچ نصيب شي، کاش چې د الله پاک پۀ حضور کښې مو د حاضرۍ ويره نصيب شي، بيا خو به مو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مزې شي۔

فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د غلامانو مدد کولو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير لوئي خليفه وو، د نيمې دُنيا يواځې حکمران وو، د دې باوجود به يـې انداز د عامو انسانانو پۀ شان ساتلو، د هغوئي عادت وو چې د هر خالي پۀ ورځ به د کلي والو اړخونو پۀ لور تللو، د باغونو او پټو وغيره جائزه به يـې اخستله، هلته پۀ کار کوونکو غلامانو کښې به که څوک داسې غلام وو چې پۀ وزن اوچتولو کښې به د مشکل سره مخ وو نو د هغۀ پۀ مدد کښې به يـې بالکل شرم نه محسوسولو بلکې وروړاندې کيدلو به او د هغوئي بوج به يـې اوچتولو۔ ([2])


 

 



[1]... فیضان ِ فاروقِ اعظم، جلد:، صفحہ:۔

[2]... فیضان ِ فاروقِ اعظم، جلد:، صفحہ:۔