Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هم د حضرت مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو بَل فرمان واورئ! فرمائي: داسې اعمال نامه د کومې سره چې زۀ د قيامت پۀ ورځ د الله پاک پۀ حضور کښې حاضريدل غواړم، داسې اعمال نامه د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ده۔ ([1])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يقيناً چې حضرت عليُ المرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پخپله هم ډيره اوچته مرتبه لري * د هغوئي پۀ پاک سيرت * د هغوئي پۀ اخلاقو او عادتونو * عبادتونو وغيره کښې هم هيڅ کمے نشته، هغوئي هم ډير کمال لري خو هر کمال والا د زيات کمال پۀ لور رغبت لري، يقيناً چې د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا فرمان مبارک زمونږ د تعليم د پاره دے، تاسو د دې نه اندازه ولګوئ چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سيرت، د هغوئي کردار څومره عظيمُ الشان دے۔ دا پۀ ذِهن کښې ساتئ چې پۀ اعمال نامه کښې د انسان هر وړوکے او غټ عمل درج وي، لکه چې مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې هر هٰغه د وړوکي نه وړوکے عمل او د غټ نه غټ عمل کوم چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ اعمال نامه کښې ليکلے شوے دے، زۀ غواړم چې بالکل هم هٰغسې اعمال زما پۀ اعمال نامه کښې هم درج وي۔

بہار باغ ایماں، حضرت فاروقِ اعظم ہیں

چراغ بزم عرفاں، حضرت فاروقِ اعظم ہیں

نمایاں آپ کی ہر اِک ادا سے شان فاروقی

خدا کی تیغِ بُرَّاں، حضرت فاروقِ اعظم ہیں([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مختصر تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! حضرت عُمرِ فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عظيم صحابئ رسول بلکې مُرادِ رَسُول دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي د الله پاک نه غوښتلي وو يعنې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دعا فرمائيلې وه، د کومې پۀ نتيجه کښې چې حضرت عمرِ فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اسلام قبول کړو۔


 

 



[1]... بخاری، کتاب فضائل اصحاب النبی، باب مناقب عمر بن الخطاب، صفحہ:934، حدیث:3685 ۔

[2]... دیوانِ سالک، صفحہ:73۔