Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan
پاره ميز لګولے وو؟ هغوئي خو به پۀ زمکه باندې د خوراک لوښے کيښودو۔ نور يـې ووفرمائيل: زما پۀ عِلم کښې دي چې د الله پاک نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه د وړۍ چوغه اغوستله چې د سختۍ له وجهې به پرې بعضې وخت د هغوئي مبارک بدن زخمي کيدلو۔ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کور کښې به چې د ورځې کومه چټائي او د شپې کومه بستره غوړولے کيدله، هغه به دومره ځَګه وه چې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بدن مبارک به د هغې نخښې جوړيدلې، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې ژوند تير کړو چې د شپې به ويخ وو، رکوع او سجدې به يـې فرمائيلې، شپه او ورځ به يـې پۀ خشوع وخضوع سره ژړل تر دې چې الله پاک هغوئي د خپل رحمت او رضوان پۀ لور اوبللو۔
د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د آخرت د فِکر والا، د عشقِ رسول والا خبرې چې يـې واوريدلې نو عرض کوونکے واپس لاړو او حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تر آخري وخته پورې د سادګۍ او عاجزۍ والا جامې اغوستل جاري وساتلې۔ ([1])
الله پاک دې زمونږه هم سادګي نصيب کړي! پۀ اغوستو کښې سادګي، پۀ خوراک کښې سادګي، پۀ کړۀ وړۀ کښې سادګي، پۀ وئيلو اوريدو کښې سادګي، پۀ هر يو لحاظ سره پۀ ژوند کښې سادګي پکار ده، د دې سره عزت زياتيږي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پاک سيرت پۀ دې مبارکه حصه کښې د نصيحتونو ډير مَدَني ګلونه دي، اګر چې پۀ ښو جامو اغوستو کښې هيڅ باک نشته بلکې پۀ ښو نيتونو سره د اجر او ثواب اُميد دے، خو د داسې جامو اغوستو نه بچ کيدل ډير ضروري دي د کومو د اغوستو سره چې پۀ غرور او تکبر کښې د اخته کيدو انديښنه وي، د کومو د اغوستو سره چې پۀ زړۀ کښې د خپل قدر زياتيدو خواهش پيدا شي چې زما جامو ته خلق وګوري نو زما عزت وکړي۔ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: ځَګې او تنګې جامې اغوندئ د پاره د دې چې قدر زياتيدو او فخر ته پۀ تا کښې څۀ ځائے ميلاؤ نشي۔ ([2])