Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan
د د وړوکي جنګ نه د لوئي جنګ پۀ لور راغلي يئ۔ عرض وکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوئي جنګ څۀ دے؟ ارشاد يـې ووفرمائيلو: مُجَاہِدَۃُ الْعَبْدِ ہَوَاہ يعنې د بنده د خپل نفس سره جنګ۔ ([1])
پۀ يو بَل حديثِ پاک کښې دي: اَلْمُجَاھِدُمَنْ جَاھَدَ نَفْسَہٗ فِیْ طَاعَةِ ﷲ يعنې مجاهد هغۀ دے څوک چې د الله پاک پۀ اطاعت کښې د نفس سره جنګ کوي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، د نفس اِصلاح کول هم يو کار دے، پۀ ځان کښې عيب لټول او د هغې اِصلاح کول هم زمونږه ذمه واري ده بلکې دا اصلي ذمه واري ده، الله پاک دې مونږ ته د دې توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
فخر و غُرور سے تُو مولیٰ مجھے بچانا یاربّ! مجھے بنا دے پیکر تُو عاجِزی کا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ کوم کوم انداز کښې د خپل ځان خيال ساتلو؟ راځئ چې واورو!
د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شهزاده حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يو ځل حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اوبو منګے پۀ اوګه کړے وو (حالانکې هغوئي هٰغه وخت خليفه وو، که غوښتلے يـې نو پۀ ډيرو نوکرانو باندې به يـې دا کار کړے وے خو هغوئي پخپله د اوبو منګے پۀ اوګه کړے وو) هغوئي ته عرض وکړے شو: حضور! تاسو پريږدئ! مونږ به دا کار وکړو۔ اوئې فرمائيل: اِنَّ نَفْسِیْ اَعْجَبَتْنِیْ فَارَدْتُّ اَن اُذِلَّہَا يعنې زما نفس زۀ پۀ ځان خوښۍ کښې اخته کړم نو ما د هغه د ذليله کولو پخه فيصله وکړه۔ ([3])
اَللہُ اَکْبَر! چرته د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان د لوړې مرتبې والا او چرته د ځان خوښۍ پۀ شان خرابه باطني بيماري۔۔۔!! ځان خوښي خو به د هغوئي پۀ