Farooq e Azam ki Ajziyan

Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan

حیاتی میں تو تھے ہی خدمتِ محبوبِ خالق میں                            مزار اب بھی ہے قریبِ مصطفےٰ فاروقِ اعظم کا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عاجزيانې

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمان مبارک واوريدو، د هغوئي ارمان وو چې زما اعمال نامه دې هم هٰغسې وي لکه څنګه چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ده۔ کاش چې دا ښکلے ارمان زمونږه هم نصيب شي، کاش چې مونږه هم د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ نقشِ سيرت باندې تلونکي، د هغوئي پۀ شان د اخلاقو او کردار اختيارولو والا جوړ شو۔

بیشک مئے توحید سے سرشار عمر ہیں                                  ہے سب کو پتہ پر تَوِ سرکار عمر ہیں

سیرت میں نمایاں ہیں شہِ دین کے جلوے   اخلاص کا پیکر ہیں! وفادار عمر ہیں

وضاحت: بے شکه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د الله پاک پۀ توحيد کښې داسې ډوب، د اخلاص او وفا نمونه، د سُنَّتو داسې پابند دے چې د هغوئي پۀ سيرت مبارک کښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ژوند جلوې پۀ نظر راځي، ځکه خو ټولو ته معلومه ده چې هغوئي د نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عکس دے۔

يقيناً د دې کار د پاره د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پاک سيرت لوستل، د هغې نه رڼا اخستل ډيره ضروري ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي علمي او تحقيقي شعبے الـمدينة الـعلميه (اسلامِک ريسرچ سنټر) د هغوئي پۀ سيرت مبارک باندې ډير جامِع کتاب : فيضانِ فاروقِ اعظم ليکلے دے، د دوو جلدونو ډير غټ کتاب دے۔ د مکـتبة الـمدينه نه ميلاويدے شي، دا واخلئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ډاؤن لوډ کړئ! دا ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او د دې پۀ ذريعه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سيرت، د هغوئي د اخلاقو، کردار او عادتونو معلومات حاصل کړئ او پۀ دې باندې د عمل کولو کوشش وکړئ!

د نفس د وسوسې نا اشنا علاج

د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خلافت دور وو، يو ځل هغوئي ناڅاپه اعلان کړو چې ټول خلق جومات ته راجمع شئ۔ نو زر ټول خلق جومات ته راجمع شول، بيا حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ منبر باندې تشريف کيښودو، هغوئي د الله پاک حمد او ثنا بيان کړله، بيا يـې ووفرمائيل: اے خلقو۔۔۔!! ما د خپل ځان پۀ باره