Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan
هٰغه خوش قِسمته خلق څوک چې به د الله پاک پۀ لار کښې پۀ سفر باندې وو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د هغوئي د کور والؤ خيال ساتلو، د هغوئي کورونو ته به تللو، که د څۀ څيز ضرورت به وو هغه به يـې ورکولو، تر دې پورې چې بازار ته به تللو او پخپله به يـې ورله سودا هم اخستله او راوړله۔ ([1])
د حضرت امام اَوزاعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې يو ځل د شپې اَمِيرُ المُؤمِنِين! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل کور نه ووتلو نو حضرت طلحه بن عبيد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي وليدلو او پټ پټ پۀ هغوئي پسې شاته روان شو چې وګورم چې اَمِيرُ المُؤمِنين! دا وخت چرته ځي؟ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو کور ته داخل شو۔ لږ وخت پس د هٰغې کور نه بهر راوتلو او بيا يو بَل کور ته داخل شو۔ حضرت طلحه بن عبيد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه کور پۀ ذهن کښې کښينولو او سحر چې هٰغه کور ته لاړو نو اوئې کتل چې پۀ هٰغه کور کښې يوه شَله نابينا بوډۍ اوسيږي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره د کمال خبره ده، د وخت خليفه پخپله ځي او د خلقو مدد کوي، د بازار نه سودا راوړي، د غريبانانو، بے وسو مدد کوي او پۀ دې ورته بالکل ځان بدې نه ښکاري۔۔۔!!
دا خير خواهي ده، کاش چې زمونږه هم داسې توفيق نصيب شي، رښتيا خبره ده چې مونږ پۀ اخوا ديخوا کښې پاتې شو، زۀ ۔۔۔!! فلانکے د فلانکي ځوي، دومره د اوچتې مرتبے والا به پۀ خپله اوګه سامان راوړم او فلانکي له به يـې ورکووم، داسې نشي کيدے۔۔۔!! پته نه لګي چې ولې مونږ د نورو مدد ته نه وړاندې کيږو بلکې د خپل کور د پاره د بازار نه سودا وغيره راوړل هم مونږ د خپل شان خلاف ګڼو۔ الله پاک دې مونږ ته هدايت وکړي، د نورو پۀ کار راتلل، خپل، د خپل کور والؤ، غريبانانو، بے وسو کار پۀ خپل لاس باندې کول، دا هم ډير لوئي سعادت دے۔
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے مثاله عاجزي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارکه ادا هم دا وه چې هغوئي به پخپله بازار ته تلل او سودا وغيره به يـې پۀ خپلو اوګو مبارکو باندې کيښودله او راوړله، حضرت شيخ عبد الحق محدث دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: نبي پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپلو خادمانو سره پۀ کار کښې