Book Name:Farooq e Azam ki Ajziyan
الله او د رسول نه به ميلاويږي، د دې نه علاوه که چرته بل ځائے مونږ عزت لټوو نو عزت به نه ميلاويږي، اُلټا به د ذِلت ژورې کندې ته غورځيږو۔ نن وګورئ چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره عزت دے، د لويو غټانو سرونه د هغوئي پۀ نوم اوريدو ټيټيږي، خپل خو خپل دي چې پردي هم د هغوئي نوم پۀ ادب سره اخلي۔ دا عزت هغوئي ته د کوم ځائے نه ميلاؤ شو، د الله او د رسول پۀ فرمانبردارۍ ميلاؤ شو، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ اداګانو اختيارولو ميلاؤ شو، د الله او د رسول پۀ حُضُور کښې د عاجزۍ اختيارولو سره نصيب شو۔
مونږ له هم پکار دي چې عاجزي اختيار کړو، د تکبر نه، د ځان خوښۍ نه، پۀ خپله اَنَا کښې د اوسيدو نه لرې اوسو، د بندګۍ اصلي معيار هم عاجزي ده، لہٰذا حقيقي بنده هغه دے څوک چې عاجزي اختيار کړي، ځکه * د عاجزۍ فضائل ولولئ! * د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک سيرت ولولئ! * هديرې ته د حاضريدو عادت جوړ کړئ! * پۀ زړۀ کښې د الله پاک نه ويره زياته کړئ! * د تکبر، ځان خوښۍ وغيره نقصانات ولولئ! * د عاجزۍ والا انداز اختيار کړئ! مثلاً * وړومبے سلام کوئ! * نور خلق د ځان نه ښه ګڼئ! * چې کله هم پۀ زړۀ کښې د تکبر او ځان خوښۍ والا خيال راځي نو خپل ګناهونه رايادوئ! قبر او آخرت پۀ خيال کښې راولئ! * چې څومره درنه کيدے شي نو خپل کار پۀ خپلو لاسونو باندې د کولو عادت جوړ کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! عاجزي به مو نصيب شي او د تکبر او د ځان خوښۍ پۀ شان د خرابو باطني بيمارو نه به نجات حاصل شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
روايت دے چې يو ځل د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې عرض وکړے شو چې اوس تاسو اَمِيرُ المُؤمِنِين يئ، الله پاک ستاسو پۀ لاس باندې د قيصر او کسریٰ حکومتونه فتح کړي دي، خواست دے چې تاسو قيمتي جامې اغوندئ! اعلیٰ اعلیٰ خوراکونه کوئ! د پاره د دې چې ستاسو پۀ خدمت کښې پۀ حاضريدونکو باندې ستاسو رُعب وي۔ دا يـې چې واوريدل نو حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ ژړا شو۔ بيا يـې خواست کوونکي ته ووفرمائيل: آيا حضور نبي رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ورځې پرله پسې پۀ مړه ګيډه ډوډۍ خوړلې وه؟ آيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرته د زمکې نه اوچت د خوراک د