Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلې خبره ده، د دې نه معلوميږي چې محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے مثله او بے مثاله دے ځکه چې د عام انسان د بدن نه وتلې وينه ناپاکه[پليته]وي، د هغې څښل ګناه ده، خو دا مقدسه وينه وه، د الله پاک د طَيّب، طاهِر محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارک نه وتلې وينه وه، د دې د څښلو سره ګناه اونه شوه بلکې حضرت مالِک بن سِنَان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د جنَّت حقدار جوړ شو۔ بيا مونږه ولې اونه وايو:
آپ جیسا کوئی ہو سکتا نہیں اپنی ہر خوبی میں تنہا آپ ہیں ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت مالِک بن سِنَان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ مدينه مُنَوَّره کښې اوسيدلو، پۀ کومه شپه باندې چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلو، پۀ هٰغه شپه پۀ مدينه مُنَوَّره کښې څۀ حالات وو، حضرت مالِک بن سِنَان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغه بيان کړي دي۔
بعضې ځل خلق وائي چې کله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلو، آيا هٰغه وخت هم چا ميلاد کړے وو؟ پۀ جواب کښې عرض دي چې هٰغه وخت خو ډير خلق غير مسلمه وو، الله پاک او نبيان خو يـې منل نۀ، د هغوئي سره زمونږ هيڅ کار نشته، آؤ! ډير هٰغه خلق کومو چې مخکښيني اسماني کتابونه منل، پۀ نبيانو باندې يـې د ايمان ساتلو دعویٰ کوله، هغوئي د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته د تشريف راوړلو پۀ شپه څۀ کول؟ واورئ!
حضرت مالِک بن سِنَان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: * د مدينے يوه شپه وه، زۀ هم هسې د ګپ شپ د پاره بنو عَبدُ الاشهَل قبيلې ته د خپلو دوستانو خوا له لاړم، هلته يُوشَع نومې يو يهودي وو، څۀ ګورم چې هغۀ خلق راجمع کړي دي او وائي: د احمد نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د راتللو وخت رانزدې دے، هغوئي به پۀ مکه کښې تشريف راوړي۔ بيا د هغې نه پس