Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَلٰی خَاتَمِ النَّبِیّٖن ط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د الله پاک خوږ حبيب، د زړونو طبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې پۀ محبت او شوق سره درې کرته پۀ ورځ کښې او درې کرته پۀ شپه کښې پۀ ما باندې درودِ پاک ولولي، پۀ الله پاک باندې حق دے چې د هغۀ د هٰغې ورځې او د هٰغې شپې ګناهونه معاف کړي۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که مونږه لږه شان توجه وکړو نو څومره پۀ اسانۍ سره ګناهونه بخښلے کيدے شي، مثلاً د سحر نـمونځ مو د جَمعې سره ادا کړو، سر مو ښکته کړو، سترګې مو پټې کړې او د شين شين ګنبد خيال مو پۀ ذهن کښې راوستلو او درې کرته مو درودِ پاک ولوستلو، دغه شان د شپې د اوده کيدو پۀ وخت مو هم پۀ بستره د قبلې طرف ته مخ کړو، سر مو ښکته کړو، سترګې مو پټې کړې او د ښکلي ښکلي ګنبدِ خضرا خيال مو پۀ ذهن کښې راوستلو او درې کرته مو دُرودِ پاک ولوستلو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هٰغې ورځې او د هٰغې شپې ګناهونه به مو معاف شي، ياد ساتئ چې