Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
هندوستان د مشهور ښار اجمير پۀ راجِستهان صوبه کښې دے۔ ([1])
خواجۂ ہند وہ دربار ہے اعلیٰ تیرا کبھی محروم نہیں مانگنے والا تیرا
پھر مجھے اپنا دَرِ پاک دِکھا دے پیارے آنکھیں پُر نور ہوں پھر دیکھ کر جلوہ تیرا([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د بيان پۀ شروع کښې د 25 سيپارې، د سورۀ جاثيه آيت: 21 د اوريدو سعادت حاصل کړو، راځئ چې د دې آيت مبارک پۀ رڼا کښې د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ شان او عظمت باندې د ځان پوهه کولو کوشش وکړو:
اللہ پاک وفرمائيل:
اَمۡ حَسِبَ (پارہ:25، الجاثیه:21)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا هغوئي دا ګمان کوي
څوک ګمان کوي؟
الَّذِیۡنَ اجۡتَرَحُوا السَّیِّاٰتِ(پارہ:25، الجاثیه:21)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: کومو خلقو چې ګناهونه وکړل۔
یعنې هٰغه خلق کومو چې د کُفر لار اختيار کړله يا د چا ژوند چې پۀ ګناهونو کښې تيريږي، ([3]) آيا هغوئي دا ګمان کوي۔ څۀ ګمان کوي؟ اوئې فرمائيل:
اَنۡ نَّجۡعَلَہُمۡ (پارہ:25، الجاثیہ:21)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا چې مونږه به هغوئي کړو۔