Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
دل سے دنیا کی مَحبَّت کی مصیبت دُور ہو دیدو عشقِ مصطَفٰے خواجہ پیا! خواجہ پیا!
اپنی منزل سے کبھی بھی وہ بھٹک سکتا نہیں جس کے تم ہو رہنما خواجہ پیا! خواجہ پیا!([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د وَلِيُّ الله او د عام بنده د لاسونو فرق
الله پاک پۀ حديثِ قُدسي کښې نور وفرمائيل: وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا (يعنې چې کله زۀ د خپل بنده سره محبت کووم نو) د هغۀ لاسونه جوړ شم، پۀ کومو چې هغۀ نيول کوي۔ ([2])
الله! الله! دا د يو عام بنده او د وَلِيُّ الله پۀ ژوند کښې فرق دے، د ګنهګار يا د عام بنده هم دوه لاسونه وي او د وَلِيُّ الله هم دوه لاسونه وي خو فرق دا دے چې عام بنده د لاس د پټو پۀ ذريعه نيول کوي خو وَلِيُّ الله چې کله نيول کوي نو د هغۀ پۀ لاسونو کښې د الله پاک د نُور طاقت موجود وي۔
ډيره مشهوره واقعه ده، يو ځل د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه يو څو مُريدان د اجمير شريف مشهور تالاب اَنا ساګر ته د غسل د پاره لاړل۔ غير مسلمو چې وليدل نو شور يـې جوړ کړو چې دا مسلمانان زمونږه تالاب ګنده کوي۔ نو هغوئي واپس راغلل او ټوله قيصه يـې د خواجه صاحب رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ خدمت کښې عرض کړله۔ خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه يو خورين لوښے ورکړو او خادم ته يـې حکم وکړو چې دا د تالاب نه