Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
مبارک اخرۍ حصه پۀ غور سره ولولي، الله پاک فرمائي:
سَآءَ مَا یَحۡکُمُوۡنَ (۲۱) (پارہ:25، الجاثیه:21)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغوئي څۀ بد حکم لګوي۔
يعنې دا څومره بے عقله او بيوقوفه دي، څومره بد حکم لګوي: چرته ګنهګاران او نافرمانه خلق او چرته هٰغه د اوچتې مرتبے والا اوليائے کرام، د الله پاک خوښ بندګان، دا هيڅکله هيڅکله هم يو شان نشي کيدے، پۀ دوئي کښې او پۀ ګنهګارانو کښې دومره فرق دے لکه څومره چې پۀ زمکه او اسمان کښي دے۔
ځکه مونږ له پکار دي چې د اوليائے کرامو سره خپل محبت او عقيدت د عقل پۀ بنياد باندې نۀ بلکې پۀ عشق باندې وساتو ځکه چې وِلايَت سراسر محبّت دے، پۀ دې باندې چرې هم پۀ عقل نشې پوهيدے۔
عقل کو تنقید سے فرصت نہیں
عشق پر اعمال کی بنیاد رکھ
حکيم ضياءُ الدِّين بلخي يو فلسفي (د فلسفې د عِلم ماهر) وو، څوک چې د بلخ اوسيدونکے وو۔ دۀ به فلسفه ډيره لوستله (او فلسفه لوستونکي د دِين نه زيات عقل مني يعنې کومه خبره چې پۀ عقل کښې راځي، هغه مني، کومه چې پۀ عقل کښې نه راځي، د هغې نه انکار کوي)، حکيم ضياءُ الدِّين هم داسې طبيعت لرلو، اوليائے کرام، د هغوئي کرامات او اوچت شانونه د دوئي پۀ وړوکي عقل کښې نه راځي۔ ځکه دا پخپله هم پۀ اوليائے کرامو باندې بد ګمانه وو او خپل شاګردان به يـې هم د دوئي نه بد ګمانه کول۔ يو ځل حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ بلخ تيريدلو، هغوئي پۀ ځنګل کښې د تيريدلو پۀ وخت د ځناور ښکار وکړو او د يوې وَنې لاندې تشريف فرما شو، خادم ته