Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

راډک کړه او را يـې وړه! خادم چې څنګه خوريدن لوښے پۀ اوبو کښې کيښودو، ټول تالاب پۀ هٰغه لوښي کښې راغلو! خلق د اوبو پۀ نۀ ميلاؤيدو نا قراره شول او د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شول او فرياد يـې شروع کړو۔ نو خواجه معين الدين چشتي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه خادم ته حکم وکړو چې لاړ شه او د خورين لوښي نه اوبه واپس پۀ تالاب کښي واړوه۔ خادم حکم اومنلو او اَنا ساګر بيا د اوبو نه ډک شو! ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د وليانو د لاسونو کمال۔۔۔!! د خواجه حُضُور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د مريدانو پۀ لاس کښې دا کمال وو چې هٰغه مُريد د تالاب د اوبو نه لوښے راډک کړو نو هُم د ټول تالاب اوبه پۀ يو وړوکي لوښي کښې راغلې۔۔۔!! آيا څوک ډير مالداره، ډيرې غټې عهدې لرلو والا، غټې کرسۍ والا، د غټو ډِګريانو والا، ډير عقل مند، کوم چې د ولايت درجے ته نۀ وي رسيدلے، آيا هغۀ هم داسې کرامت ښودلے شي۔۔۔؟ نشي ښودلے۔ دا فرق دے د يو عام بنده پۀ ژوند کښې او د يو وَلِيُّ الله پۀ ژوند کښې۔۔۔!!

د وَلِيُّ الله او د ګنهګار د ښپو فرق

الله پاک پۀ حديثِ قُدسي کښې نور وفرمائيل: وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا (يعنې چې کله زۀ د خپل بنده سره محبت کووم نو) د هغۀ ښپې جوړې شم، پۀ کومو چې هغۀ ګرځي۔ ([2])

يعنې پۀ ظاهره باندې به خو تاسو ته د عام بنده هم دوه ښپې پۀ نظر راځي، د وَلِيُّ الله هُم دوه ښپې وي خو عام بنده چې کله ګرځي نو د هغۀ ښپې پۀ خاورو باندې ګرځي او  وَلِيُّ الله چې کله ګرځي نو د الله پاک د ورکړے شوي خاص نُور پۀ طاقت باندې ګرځي، هُم دغه وجه ده چې زمونږ پۀ شان عام انسان چې دوه کلوميټره لاړ شي نو ستړے شي خو وَلِيُّ الله پۀ يو


 

 



[1]... خوفناک جادوگر، صفحہ:7۔

[2]... بخاری، کتاب الرقاق، باب التواضع، صفحہ:1597، حدیث:6502۔