Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
ناست وو، پۀ خپل مينځ کښې يـې دِيني خبرې کولې، پۀ دې کښې مخامخ يو 12 کلن هلک تير شو، اوس د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د سترګو کمال ته وګورئ! هغوئي د هٰغه 12 کلن هلک مستقبل وليدلو او اوئې فرمائيل: دا هلک به تر هٰغه وخته پورې نۀ مړ کيږي، تر څو پورې چې د دهلي بادشاه جوړ نشي۔
لکه څنګه چې خواجه حُضُور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائيلي وو، بالکل هم هٰغسې وشو، هٰغه هلک د چا نوم چې شمسُ الدِّين وو، پۀ کال 1210 عيسوۍ کښې سلطان شمسُ الدِّين جوړ شو او د دهلي پۀ تحت کښيناستو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! دا دے د وَلِيُّ الله د سترګو او د عام بنده د سترګو فرق۔۔۔!! زمونږ پۀ شان ګنهګاران خو د ديوال نه بل اړخ ته هم څۀ نشي ليدلے او اوليائے کرام څوک چې د سترګو پۀ ګاټو باندې نۀ بلکې د الله پاک پۀ ورکړے شوي خاص نُور سره ګوري، هغوئي ډير کلونه پس راتلونکي واقعات هم ويني۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اوليائے کرامو د مبارکو سترګو دا يو کمال هم وي چې دوئي چا ته د فيض نظر وکړي نو د هغۀ ژوند بدل کړي۔ حضرت علَّامه اَرشد القادري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ډير لوئي عاشقِ رسول، ماهر عالِم دِين دے، هغوئي ليکي: چې يو ډير ظالم او بد خويه بادشاه وو، د يو ښار اړخونو کښې د هغۀ يو ښکلے باغ وو، پۀ کوم کښې چې د صفا سوترا اوبو يو حوض هم وو، يو ځل خواجه غريب نواز، خواجه معينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ هٰغه ځائے تيريدلو۔ خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه هٰغه باغ ته دننه تشريف يوړلو او د حوض پۀ اوبو باندې يـې غسل وکړو او نـمونځ يـې ادا کړو او هلته کښيناستو