Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

کړو۔۔۔؟ نۀ۔۔۔!! هيڅکله هم نۀ بلکې د ګنهګار مرګ بدل دے او د وَلِيُّ الله مرګ بدل۔

اوس دلته وګورئ! * چې کله ګنهګار مړ کيږي نو هغۀ له هم پۀ اوبو باندې غسل ورکړے کيږي او وَلِيُّ الله له هم پۀ اوبو باندې غسل ورکولے شي * ګنهګار ته هم د دريو کپړو کفن اغوستلے شي او وَلِيُّ الله ته هم د دريو کپړو کفن اغوستلے شي * د ګنهګار کټ هم څلور کسان اوچتوي او د وَلِيُّ الله جنازه هم څلور کسان اوچتوي * د ګنهګار پۀ جنازه کښې هم څلور تکبيرونه وي او د وَلِيُّ الله پۀ جنازه کښې هم څلور تکبيرونه وي * ګنهګار هم پۀ خاورو کښې دفن کولے شي او وَلِيُّ الله هم خاورو ته کوزولے شي * بيا خو ښکاري داسې چې ګنهګار هم د مرګ نه پس خاورو ته کوز کړے شو او وَلِيُّ الله هم پۀ وړوکي شان قبر کښې دفن کړے شو خو قرآن وائي: د دوئي پۀ مرګ کښې هم د زمکې او د اسمان فرق دے۔ ګنهګار چې مړ شي نو د خاورو سره خاورې شي او وَلِيُّ الله له چې مرګ راشي نو هغۀ بقا بيامومي۔

کون کہتا ہے وَلی سب مَر گئے

قید سے چھوٹے وہ اپنے گھر گئے

د قبر مبارک نه يـې اواز وکړو تۀ پۀ بخښلے شوؤ کښې يـې۔۔۔!!

حضرت بابا فريد ګنج شکر رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د چا مزار شريف چې پۀ پاکپتن کښې دے، هغوئي هم ډير لوئي کامِل وَلي دے، فرمائي: يو ځل زۀ اجمير شريف ته حاضر شوم او د حضرت خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي اجميري يعنې د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د روضې مبارکې سره ايسار شوم، دا د عرفې شپه وه، ما د مزار پۀ خوا کښې (د قبلې طرف ته مخ کړو او) نـمونځ مې ادا کړو، بيا چې د نـمونځ نه فارغ شوم نو هم هلته کښيناستم