Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

هستيانو پۀ باره کښې د شک او شبهې ښکار نۀ شو۔

د بيان خُلاصه

د کلام خُلاصه دا ده چې د ګنهګارو او د عامو خلقو ژوند بدل دے او د اوليائے کرامو رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْہم ژوند بدل دے، د ګنهګارانو مرګ بدل دے او د اَولياءُ الله د دُنيا نه تلل بدل دي، پۀ دې دواړو کښې ډير فرق دے، اوس پۀ دې کښې زمونږ د پاره دوه سبقونه دي: * وړومبے سبق خو دا دے چې مونږه چرې هم اوليائے کرام پۀ خپل ځان باندې نۀ قياس کوو بلکې الله پاک چې هغوئي ته کوم شانونه عطا کړي دي، د هغوئي چې کوم شانونه پۀ قرآن او حديث کښې بيان شوي دي، پۀ هغې باندې پوخ يقين وساتو * دويم سبق دا چې د دې آيت مبارک پۀ رڼا کښې زمونږ د پاره دوه لارې دي: (1): د ګنهګارانو لاره (2): د نيکانو خلقو لاره۔ پۀ دې دواړو کښې فرق دے، اوس زمونږه خوښه ده چې مونږه کومه لاره اختياروو، الله پاک خو صفا صفا وفرمائيل چې د ګنهګار ژوند بدل دے او د نيک بنده ژوند بدل دے، د ګنهګار مرګ بدل دے او د نيک بنده مرګ بدل دے۔ * څوک چې سود کوي * د سود لين دِين کوي، سروے وکړئ او وګورئ! د هغۀ پۀ ژوند کښې به پۀ زرګونو پريشانۍ وي * څوک چې حلال ګټي * حلال خوري، د هغۀ سره مال اګر که کم وي، البته پۀ ژوند کښې به يـې سکون وي، د هغۀ پۀ دعاګانو کښې اثر ايښودے شي * دغه شان د يو نـمونځ ګزاره ژوند او د بے نـمانځه پۀ ژوند کښې ډير فرق دے * د فرض روژو نيوونکي پۀ ژوند کښې او د فرض روژو د قضا کوونکي پۀ ژوند کښې ډير فرق دے * دغه شان د مور پلار د فرمانبرداره پۀ ژوند کښې او د نافرمانه پۀ ژوند کښې ډير فرق دے۔ د بخاري شريف ډير اوږد حديثِ پاک دے، د هغې خُلاصه دا ده چې د بني اسرائيلو درې کسان يو ځل يو غار ته لاړل، د غر نه يو غټ کَمر راپريوتو او د غار خُله بنده شوه، بيا دې دريو واړو دُعا وکړه: (1): يو ووئيل: اے الله پاکه