Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

اوس دلته ذهن ته سوال راځي چې پۀ ګنهګار او کامِل وَلِي کښې څۀ فرق دے، دواړه پۀ کوم لحاظ سره يو شان نۀ دي؟ * که پۀ ظاهره وګورې نو د وَلي هم دوه لاسونه دي او د ګنهګار هم دوه لاسونه دي * د وليُّ الله هم دوه سترګې دي او د ګنهګار هم دوه سترګې دي * د وليُّ الله هم دوه غوږونه دي او د ګنهګار هم دوه غوږونه دي * وَلِيُّ الله هم پۀ دې زمکه باندې اوسيږي، ګرځي راګرځي، خوراک څښاک پرې کوي، ګنهګار هم پۀ دې زمکه باندې اوسيږي، ګرځي راګرځي پرې، خوراک څښاک پرې کوي۔ بيا که پۀ دې دواړو کښې فرق دے نو پۀ کومه معامله کښې دے؟ پۀ کوم لحاظ سره دے؟ الله پاک وفرمائيل:

 سَوَآءً  مَّحۡیَاھُمۡ وَ مَمَاتُہُمۡ ؕ سَآءَ  مَا یَحۡکُمُوۡنَ (۲۱)

(پارہ:25، الجاثیه:21)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (آيا) د هغوئي ژوند او مرګ به يو شان وي؟ هغوئي څۀ بد حکم لګوي۔

 

يعنې ګنهګاران دا ګمان کوي چې د ګنهګار ژوند او د نيکانو خلقو ژوند، د ګنهګار مرګ او د نيک بنده مرګ يو شان کړے شي۔ ([1]) آه! دا ګناه ګټونکي خلق، وليان د ځان پۀ شان يا ځان د وليانو پۀ شان ګڼلو والا څومره بے عقله دي، څومره بيوقوفه دي، څنګه حکم لګوي۔۔۔!!

د وَلِيُّ الله او د ګنهګار ژوند يو شان نۀ دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بيا دلته پۀ دې آيت مبارک کښې الله پاک د نيکانو بندګانو او د ګنهګارانو ترمينځه دوه غټ فرقونه بيان کړي دي، پۀ وړومبي نمبر باندې يـې وفرمائيل:


 

 



[1]... تفسیر خازن، پارہ:25، الجاثیہ، زیر آیت:21، جلد:4، صفحہ:124۔