Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
وضاحت: نن سبا د يخنۍ موسم دے، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شريعت مونږ له اساني راکړې ده چې پۀ موزو باندې مسح کول يـې جائز ګرځولي دي۔ پۀ موزو باندي به مسح څنګه کوې؟ د دې شرطونه واورئ! (1): چې موزې داسې وي چې د ښپو ګِيټۍ پرې پټې وي (2): چې موزې داسې وي چي د کومو د اچولو سره پۀ اسانۍ سره ګرځيدے شې (3): موزې که د څرمنې وي او که د بَل څۀ غټ څيز (چې دې ته اوبه نۀ ننوځي او يواځې چې دا واچوې او تر دريو ميلونو پورې لاړ شې نو اونه شليږي)۔ دلته چې کوم خلق عام طور د تار يا د وړۍ (جرابې يا) موزې اچوي، پۀ دې باندې مسح جائز نه ده۔ دا د ښپو نه لرې کول او ښپې وينځل فرض دي۔ ([1]) پۀ موزو باندې د مسحې کولو طريقه څۀ ده؟ د دې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د راتلونکې جُمعې پۀ ورځ د اوريدو سعادت حاصلوو۔ الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الحسنیٰ برکتونه (وظيفه)
څوک چې بيمار وي هغۀ دې د الله پاک نوم مبارک يَا حَیُّ زر [1000] کرته ولولي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! صحت به بيامومي۔ ([2]) الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد