Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
پاک دې مونږ ټولو ته د ګناه نه د بچ کيدو او پۀ نيکه لاره باندې د تللو توفيق رانصيب کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
نيک اعمال (Naik Amal) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيک جوړيدو او د نيکو اعمالو زياتولو د پاره د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے دے، د کوم نوم چې نيک اعمال (Naik Amal) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې د اِسلامي وروڼو، اِسلامي خوئيندو او طالب علمانو د پاره بيلې، بيلې رسالې موجودې دي * دا پۀ 6 مختلفو ژبو * انګلش * اُردو * هندۍ * بنګالۍ * ګجراتۍ او * سندهۍ کښې استعماليدے شي * پۀ دې کښې پۀ مختلفو نيک اعمالو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي * د هر سوال لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې څۀ وخت هم مقرر کړئ او د خپلو اعمالو جائزه واخلئ، د دې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به مو د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذهن جوړيږي، د زړۀ صفا والے به مو نصيب کيږي او کردار به مو صفا سوترا، ښکلے کيږي۔ دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ (Download) کړئ! پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعِي مسئله عرض کووم:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ جُرابو باندې مَسح نشې کولے، پۀ موزو باندې مسح کول جائز دي۔