Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
څو ګامونو کښې پۀ زرګونو کلوميټره مزل کوي خو نۀ ستړے کيږي۔
د حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه دا هم لوئي کرامت دے چې هغوئي به هره شپه د اجمير شريف نه مکې مکرمې ته تللو، د کعبې شريفې طواف به يـې کولو او د سحر د نـمونځ نه مخکښې به واپس بيرته اجمير شريف ته راتللو۔ د هندوستان نه چې به د هغوئي کوم يو مُريد هم د حج يا د عمرې د پاره حاضريدلو نو هغوئي به يـې هلته ليدلو۔ ([1])
اوس وګورئ! دا څومره د کمال خبره ده، د اجمير شريف نه د مکې مکرمې فاصله د څلور نيمه زره کلوميټره نه هم زياته ده۔ حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه به د الله پاک پۀ ورکړے شوي خاص طاقت باندې هره شپه دومره مزل کولو، مکې مکرمې ته به تللو او سحر به يـې د نـمونځ نه مخکښې مخکښې واپس بيرته تشريف هم راوړلو۔
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د ګنهګار او د کامِل وَلي پۀ مينځ کښې وړومبے فرق دے چې د ګنهګار ژوند بدل دے او د وَلِيُّ الله ژوند بدل دے۔ الله پاک وَلِيُّ الله ته هُم د هغوئي پۀ ژوند کښې اوچت شانونه عطا کوي۔
د وَلِيُّ الله او د ګنهګار مرګ يو شان نۀ دے
دويم فرق الله پاک دا ارشاد کړو چې
وَ مَمَاتُہُمۡ (پارہ:25، الجاثیه:21) ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (آيا) د هغوئي مرګ (به يو شان وي)؟
|
يعنې آيا ګنهګاران خلق دا ګومان کوي چې مونږ د وَلِيُّ الله مرګ او د ګنهګار مرګ يو شان