Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
او پۀ تلاوت کښې مشغول شوم۔ دلته مې پۀ ناسته ناسته د 15 پينځلسو سيپارو تلاوت وکړو چې د سُورۀ کَهف يا سُورۀ مريَم تلاوت مې کولو نو زما نه پۀ لوستلو کښې غلطي وشوه او يو حرف رانه پاتې شو۔ ما ته د دې غلطۍ اِحساس نۀ وو شوے، ما چې وړاندې تلاوت شروع کړو نو د مزار مبارک نه اواز راغلو: دا حرف دې پريښودو، بيا يـې ولوله! ما د هغه ځائے نه بيا تلاوت وکړو، بيا اواز راغلو: ښه يـې لولې، خَلفُ الرَّشِيد (يعنې ښه ځامن) هم داسې کوي۔ بابا فريد رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: د دې نه پس ما تلاوت کولو، کله چې ما تلاوت مکمل کړو نو ما پۀ ژړا ژړا دُعاګانې وکړې، زما سره دا ويره وه چې آه! پته نه لګي چې زۀ به پۀ بخښلے شوؤ کښې يم او که نۀ، د دې ويرې له وجهې ما ژړل چې ناڅاپه د مزار شريف نه اواز راغلو: مولانا! څوک چې داسې نـمونځ کوي، هغۀ پۀ بخښلے شوؤ کښې دے۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د اَولياءُ الله شان۔۔۔!! د دوئي د دُنيا نه تلل بدل دي او زمونږ پۀ شان د ګنهګارانو مړه کيدل بدل۔ د دواړو پۀ ژوند کښې د زمکې او د اسمان فرق دے او د دواړو پۀ مرګ کښې هم د زمکې او د اسمان فرق دے۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د آيت مبارک پۀ رڼا کښې معلومه شوه چې زمونږ پۀ شان د ګنهګارانو ژوند بدل دے او د الله پاک د نيکانو، پرهيزګارانو بندګانو، د هغۀ د خوښو بندګانو ژوند بدل دے، زمونږ پۀ شان د ګنهګارانو مرګ بدل دے او د اَولِياءُ الله د دُنيا نه تلل بدل دي۔ اوس هٰغه خلق کوم چې دا خيال کوي چې اوليائے کرام هُم زمونږ پۀ شان دي، پۀ هغوئي کښې او پۀ مونږ کښې څۀ فرق نشته، هغوئي دې د آيت