Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

پۀ کتابونو کښې ليکلي دي چې کله غوثِ پاک رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه دا اِعلان وفرمائيلو، هٰغه وخت حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د خُراسان پۀ يو غر باندې عبادت کولو، پۀ هوائي سفر کښې د بغداد او د خراسان فاصله تقريباً 1421 کلوميټره ده۔ خواجه غريب نواز       رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د دومره لرې نه د غوثِ پاک رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه اِعلان هم واوريدلو او د دې پۀ جواب کښې يـې ووئيل: بَلْ قَدَمَاکَ عَلٰی رَاْسِیْ وَعَیْنِیْ بلکې ستاسو قدم زما پۀ سر او پۀ سترګو باندې دے۔ ([1])

الله! الله! دا دے د يو وَلِيُّ الله او د يو عام مسلمان بنده د ژوند فرق۔۔۔!! عام مسلمان يو څو ميټره لرې اواز هم صفا نه اوري او وَلِيُّ الله، د الله پاک پۀ عطا سره پۀ سوونو کلوميټره لرې اواز هم اوري۔

د وَلِيُّ الله او د عام مسلمان د سترګو فرق

الله پاک پۀ حديثِ قُدسي کښي نُور فرمائي: وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهٖ (يعنې چې کله زۀ د خپل بنده سره محبت کووم نو) د هغۀ سترګې جوړې شم، پۀ کومو چې هغۀ ويني۔ ([2])

يعنې پۀ ظاهره د ګنهګار يا عام مسلمان هم دوه سترګې دي او د وَلِيُّ الله هم دوه سترګې دي خو ګنهګار يا عام مسلمان د سترګو پۀ ګاټو باندې ويني او وَلِيُّ الله د سترګو پۀ ګاټو باندې نۀ بلکې د الله پاک پۀ عطا سره پۀ خاص نُور سره ويني۔

د خواجه حُضُور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پيشن ګويانې

يو ځل خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه تشريف فرما وو، ورسره يو څو نور بزرګان هم


 

 



[1]... غوث پاک کے حالات ، صفحہ:67۔

[2]... بخاری، کتاب الرقاق، باب التواضع، صفحہ:1597، حدیث:6502۔