Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan
سَوَآءً مَّحۡیَاھُمۡ
(پارہ:25، الجاثیه:21)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: (آيا) د هغوئي ژوند به يو شان وي؟
يعنې آيا دا ګنهګار دا ګمان کوي چې د دۀ ژوند او د نيکانو خلقو، د الله پاک د وليانو ژوند يو شان دے۔۔۔؟ نۀ۔۔۔!! نۀ، هيڅکله هم نۀ، د وَلِيُّ الله ژوند بدل دے او د ګنهګار ژوند بدل۔
حديثِ قُدسي او د اولياءَ الله شان
حديثِ قُدسي دے او دا حديثِ قُدسي هم پۀ بخاري شريف کښې دے، الله پاک فرمائي: چې کله زۀ د خپل يو بنده سره محبت کووم نو كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهٖ يعنې زۀ د هغۀ غوږونه شم، پۀ کومو باندې چې هغۀ اوري۔ ([1])
مطلب دا چې پۀ ظاهره باندې پۀ نظر راتلونکي د وَلِيُّ الله هم دوه غوږونه دي، د ګنهګار او د عام بنده هم دوه غوږونه دي خو پۀ دې کښې د زمکې او د اسمان همره فرق دے، ګنهګار يا زمونږ پۀ شان عام شان مسلمان چې کله اوري نو هغۀ د دې خاورې نه پۀ جوړ کړے شوو غوږونو باندې اوري خو وَلِيُّ الله چې کله اوري نو د خاورو پۀ دې غوږونو نۀ اوري بلکې پۀ هٰغه غوږونو کښې پۀ ايښودے شوي د الله پاک د نُور پۀ ذريعه اوري۔
د غوثِ پاک رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه اِعلان يـې واوريدلو
زمونږه آقا، د وليانو ولي، حُضُور غوثِ پاک شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه څوک چې د ټولو وليانو سردار دے، هغوئي پۀ بغداد شريف کښې پۀ منبر باندې ناست وو او اِعلان يـې وکړو: قَدَمِیْ ھٰذِہٖ عَلٰی رَقَبَةِ کُلِّ وَلِیِّ الله زما دا قدم د هر ولي پۀ څَټ باندې دے۔