Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

Book Name:Khwaja Huzoor Ki Nirale Shan

او د قرآنِ کريم پۀ تلاوت کښې مشغول شو چې پۀ دې کښې د بادشاه د راتللو شور شو، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د هٰغه شور طرف ته هيڅ توجه ونکړه او پۀ اطمينان سره د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول وو، کله چې بادشاه پۀ خپل شان او شوکت سره باغ ته داخل شو نو د حوض پۀ غاړه چې يـې ساده جامې اغوستونکے يو نيک صفته انسان وليدلو نو ډير غصه شو او خپلو سپاهيانو ته يـې پۀ غصه کښې ووئيل: دې کَس له چا زما پۀ باغ کښې د کښيناستو اجازت ورکړے دے؟ د بادشاه غصه چې يـې وليدله نو سپاهيان ويريدل، د دې نه مخکښې چې سپاهيانو جواب ورکړے وے، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه سترګې راپورته کړلې او د بادشاه طرف ته يـې وکتل، بس د خواجه حُضُور رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د نظرِ د فيض اثر چې پرې څنګه وشو نو بادشاه يو دم پۀ رپيدو شو او پۀ زمکه راپريوتو او بے هوشه شو۔ بيا خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه غريب نوازي وفرمائيله او د خپل ځائے نه پاڅيدو، اوبه يـې راوغوښتلې او د بادشاه پۀ مخ باندې يـې ترمکيا کړلې نو پۀ لږ وخت کښې هٰغه بادشاه پۀ هوش کښې راغلو، بيا څۀ وو، پۀ هوش کښې چې څنګه راغلو نو بادشاه ډير پۀ عاجزۍ سره د خپلې غلطۍ معافي وغوښتله او بيا يـې د خپلو ټولو خادمانو سره توبه کړله او د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ غلامۍ کښې داخل شو۔ ([1])  

اپنے قدموں میں بُلا خواجہ پیا! خواجہ پیا!                                                اور جلوہ بھی دکھا خواجہ پیا! خواجہ پیا!

ہو کرم بَر حالِ مَا خواجہ پیا! خواجہ پیا!                                                                   از پئے داتا پیا، خواجہ پیا! خواجہ پیا!

مصطَفٰے کی، انبیا کی، ہر صحابی اور ولی                                                            کی مَحبَّت ہو عطا خواجہ پیا! خواجہ پیا!


 

 



[1]... ہند کے راجہ، صفحہ:74۔