Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
وفرمائيله چې اے ابراهيمه (علَيهِمُ السَّلام)! اِنِّي عَلِيمٌ اُحِبُّ كُلَّ عَلِيمٍ زما صِفت دے، او زۀ د هر يو عِلم لرونکي سره محبت کووم۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د علمائے کرامو د محبت به څۀ وايو۔۔۔!! دا هٰغه پاک محبت دے کوم چې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جنَّت ته د تللو ذريعه جوړه شي۔ آؤ جي! دا رښتيا خبره ده، حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو کَس بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو، عرض يـې وکړو: مَتَی السَّاعَۃُ ؟ يعنې يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! قيامت به کله راځي؟ (يقيناً چې زمونږه د آقا و مولیٰ، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د قيامت عِلم شته، هغوئي ته معلومه وه چې قيامت به کله راځي، ځکه خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت نخښې بيان کړلې، قيامت به پۀ کومه ورځ باندې راځي، دا يـې هم ووئيل، پۀ کوم تاريخ به راځي، دا يـې هم ووئيل۔ آؤ! صرف کال يـې اونه ښودلو، ځکه چې د کال د ښودلو اجازت نۀ وو، نو صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله پوښتنه وکړه چې قيامت به کله راځي؟ نو) رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د خبرې د جواب ورکولو پۀ ځائے وفرمائيل: وَمَاذَا اَعْدَدْتَ لَہَا؟ تا د قيامت د پاره څۀ تيارے کړے دے؟
(صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان به يقيناً چې نـمونځونه هم کول، تلاوت به يـې هم کولو، روژې به يـې هم نيولې، پۀ نيکو پسې به يـې نيکۍ هم کولې خو د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مبارک انداز دے، چې هغوئي پۀ يوه نيکۍ هم باور ونکړو، بلکې پۀ عاجزۍ کولو يـې) عرض وکړو: لَا شَیْءَ يعنې يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما هيڅ تيارے ونکړے شو (نـمونځونه خو دي، نيکۍ خو