Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
ساری دُنیا کے کناروں سے صدا آنے لگی بن چکا ہے عاشقوں کا قافِلہ سالار تُو
اَہْلِ شَر غوغا کریں، اَہْلِ سُنَن کو غم نہیں فتنۂ باطِل کی رہ میں بن گیا دِیوار تُو
بدرؔ نے اس عہد میں دیکھا نہ تجھ سا دُوسرا تُو دھنی ہے قول کا اور صاحِبِ کردار تُو
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اسلافو د علمائے کرامو سره محبت
اے د امير اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه عاشقانو! د اميرِ اهلِ سُنّت د علمائے کرامو سره دومره محبت زمونږ د مخکښينو بزرګانو د عادت عين مطابق دے۔ د الله والؤ هُم د شروع نه دا طريقه ده چې هغوئي به د عِلم والؤ سره ډير محبت کولو * د کروړونو حنفيانو د عظيم پيشوا امام اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلم او د عِلم والؤ سره ډير محبت وو، د امام اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ باره کښې منقول دي چې هغوئي به د خپلې ګټې نه د محدثين کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ضرورتونه پوره کول، د هغوئي د کور خرچه به يـې پخپله کوله، بعضې علمائے کرامو له به يـې نعد رقم پۀ خپل لاس ورکولو د پاره د دې چې هغوئي پرې هُم پخپله خپل حاجتونه پوره کړي۔([1]) * حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هم د عِلم والؤ سره ډير محبت کولو، حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل چې زۀ تجارت صرف دې د پاره کووم چي د دې پۀ ذريعه د علمائے کرامو خدمت وکړم، يو ځل يـې حضرت فضيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د محبت پۀ توګه ارشاد وفرمائيلو: لَوْ لَا اَنْتَ وَ اَصْحَابُکَ مَا اتَّجَرْتُ يعنې که تاسو او ستاسو شاګردان نۀ وے نو به ما چرې هم تجارت نۀ کولو([2]) * حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلم والؤ د پاره د بيت المال