Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ محمودِ غزنوي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه باندې کرم وشو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د علمائے کرامو سره محبت کول، د هغوئي د پاره د عاجزۍ اظهار کول، د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت د نظر حاصلولو بهترينه ذريعه ده: پۀ کتابونو کښې ليکلي دي چې: سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د خپل وخت ډير لوئي سلطان او عاشقِ رسول تير شوے دے۔ هغوئي د دريو خبرو د حقيقت نه د ځان خبرولو پۀ کوشش کښې وو (1): وړومبۍ خبره دا وه چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې فرمان: اَلْعُلَمَاءُ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ (يعنې عالمان د نبيانو وارثان دي) نه کوم خلق مُراد دي (2): دويمه خبره دا وه چې آيا زما د والد نوم هُم سَبُکتِګين دے يا زۀ د بَل چا زوي يم (3): د دريمې دې خبرې نه يـې ځان خبرولو چې آيا زۀ به اوبخښلے شم او که نۀ۔
يوه شپه سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل لښکر سره چرته روان وو، يو خادم يـې رڼا اخستې وه او د لښکر نه مخکښې روان وو۔
رڼا چې يـې وليدله نو يو کَس کتاب پۀ لاس د خپل کور نه بهر راووتلو او پۀ رڼا کښې يـې خپل کتاب لوستل شروع کړل۔ سلطان پۀ زړۀ کښې سوچ وکړو چې کيدے شي دا څوک عالِمِ دِين دے، (پۀ سلطان کښې دا خوبي وه چې هغوئي به د عِلم او د عِلم والؤ سره ډير محبت فرمائيلو پۀ دې وجه هغوئي) د هغۀ عزت وکړو او لښکر يـې ودرولو د پاره د دې چې هغۀ پۀ اطمينان سره پۀ رڼا کښې لوستل وکړي۔ د لوستلو د ختميدو نه پس چې کله هٰغه صاحب خپل کور ته واپس تشريف يوړلو نو سلطان د خپل لښکر سره د هٰغه ځائے نه رخصت شو۔
پۀ هٰغه شپه باندې يـې بخت رابيدار شو۔ د شپې چې کله اوده شو نو بخت يـې رابيدار شو،