Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

Book Name:Ameer e Ahle Sunnat Ke Ulama Se Mohabbat

نه وظيفې مقرر کړې وې۔([1])

 الله پاک دې د دې حضراتو پۀ وسيله زمونږه هم د علمائے کرامو سره محبت نصيب کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

زۀ به پخپله حاضر شوے ووم

د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د علمائے کرامو سره د محبت يوه بله واقعه واورئ! يو ځل د سندھ ټهټهه ښار ته د عاشقانِ رسول يوې قافلې تشريف يوړلو پۀ کومه کښې چې د دعوتِ اِسلامي د مرکزي مجلسِ شوریٰ يو رکن هم موجود وو۔ د شوریٰ رکن هلته د حضرت مولانا ابو سراج طفيل احمد ټهټهوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه سره ملاقات وکړو او هغوئي ته يـې پۀ اجتماع کښې د شرکت کولو دعوت ورکړو، هغوئي دعوت قبول کړو او پۀ اجتماع کښې يـې د شرکت باور ورکولو سره سره پۀ قافله کښې د سفر او د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه سره د ملاقات د خواهش اظهار وکړو۔ حضرت مولانا ابو اسراج طفيل احمد ټهټهوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حضرت عبد الله شاه اَصحابي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار د جومات خطيب، د يو سُني جامعه مفتي او د شيخ الحديث کيدلو باوجود د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه طالب هم شو۔

چې کله هغوئي اميرِ اهلِسُنَّت سره ملاقات د پاره تشريف راوړلو نو اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هغوئي پۀ تعظيم کښې د هغوئي لاسونه هم ښکل کړل او اوئې فرمائيل: ما خو پخپله ستاسو سره د ملاقات خواهش لرلو تاسو به ما ته حکم کړے وے زۀ به پخپله ستاسو بارګاه ته حاضر شوے ووم۔([2])


 

 



[1]... تاریخ مدینہ دمشق،جلد: 46، صفحہ:320۔

[2]...1163 علما ئے اہلسنت کے تاثرات، صفحہ:15-16۔